15 او هغه سوداګرانو چې د دې ښار په تجارت مالداره شوى وُو هغوئ هم به د هغې د عذاب د يرې نه لرې ولاړ وى، ژړا او وير به پرې کوى.
هغوئ به ستا په وجه خپل سرونه ګنجى کړى او د ټاټ جامې به واچوى. هغوئ به په تا په پرېشانه زړۀ سره ژړا وکړى.
د دې اخستونکى دا حلالې کړى او سزا ورته مِلاو نۀ شى. چې څوک يې خرڅوى هغوئ وائى، د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى، مونږ مالداره شُو. د دې خپل شپونکى په دې رحم نۀ کوى.
نو بيا يې هغوئ ته تعليم شروع کړو او وې فرمائيل، ”ولې صحيفې دا نۀ وائى چې، زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى؟ خو تاسو ترې د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“
خو کله چې د جينۍ مالِکانو وکتل چې د دوئ د ګټې اُميد ختم شو نو هغوئ پولوس او سيلاس ونيول او په بازار کښې يې په راښکلو حاکمانو ته راوستل.
د سرو زرو، د سپينو زرو، قيمتى کاڼو، د ملغلرو، د کتان نرمې کپړې، کاسنى کپړې، د رېښمو او سرې کپړې، د هر قسم د عُودو لرګى، د هاتى غاښونه، د هر قسمه قيمتى لرګو د زېړو، د اوسپنو او د مرمرو څيزونه.
او ورسره د دارچينى، مصالحې، خوشبويۍ عطر، د مُر چيړ، لوبان، مے، تېل، خاص مېده، غنم، او څاروى، ګډې، آسونه، جنګى ګاډۍ، غلامان او جنګى قيديان.
هغوئ به وائى چې، ”کوم ښۀ څيزونو ته چې ستا خواهش وو، هغه ستا د لاس نه وتلې دى، ستا ټول مال دولت او شان و شوکت ورک دے او بيا به دا چرې هم په لاس در نۀ شى.“
او هغوئ به په خپلو سرونو خاورې واچوى، وير او ژړا به پرې کوى او داسې به وائى چې، ”افسوس، افسوس، په هغه لوئ ښار چې د چا په تجارت د سمندرى جهازُونو مالِکان مالداره شول، کوم چې په يوه ګينټه کښې تباه او برباد شُو.“
ځکه چې ټولو قومونو د هغې د مستۍ او بدکارۍ شراب څښلى دى، د دُنيا بادشاهانو د هغې سره بدکارى کړې ده، او د دُنيا سوداګرانو د هغې د عياشۍ په سبب دولت راغونډ کړو.“