Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 18:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 او ورسره د دارچينى، مصالحې، خوشبويۍ عطر، د مُر چيړ، لوبان، مے، تېل، خاص مېده، غنم، او څاروى، ګډې، آسونه، جنګى ګاډۍ، غلامان او جنګى قيديان.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 18:13
25 Iomraidhean Croise  

د شيبا مَلِکه سليمان بادشاه ته هغه تُحفې پېش کړې کومې چې هغې راوړې وې، د څلور زره کېلو نه زيات سرۀ زر او په ډېر زيات مِقدار کښې مصالحې او قيمتى کاڼى هم. هغې چې کومې مصالحې ورکړې هغه دومره زياتې وې چې هيچا هم دومره بيا ورنۀ کړې.


د دې نه علاوه چې سوداګرو کوم محصُول ورکولو، د تجارت ګټه او چې د بنى اِسرائيلو د مُلک د ضِلعو حاکِمانو او د عربو بادشاهانو چې کوم محصُول ورکولو هغه هم ورته مِلاوېدو.


چې هر څوک به هغۀ له راتلو نو هغۀ له به يې څۀ تُحفه راوړه، لکه سپين زر او سرۀ زر، چُوغې، وسلې، مصالحې، آسونه، او قچر. کال په کال به داسې کېدل.


د بنى اِسرائيلو نمرخاتۀ طرف ته قبيلو د دشمن نه پنځوس زره اوښان، دوه لاکه او پنځوس زره ګډې او دوه زره خرۀ ونيول او سل زره کسان يې جنګى قېديان کړل.


هغې چې کومې تُحفې راوړې وې نو هغه يې سليمان بادشاه ته پېش کړې، د څلورو زرو کلو نه زيات سرۀ زر او په يو لوئ مِقدار کښې مصالحې او قيمتى کاڼى. د هغې نه نورې ښې مصالحې نۀ وې کومې چې د شيبا مَلِکې سليمان بادشاه له ورکړې.


او ورته مې ووئيل، ”زمونږ چې څومره وس وى نو مونږ خپل هغه يهودى خپلوان واپس اخلو کومو چې خپل ځانونه په غېرو خلقو باندې خرڅ کړى دى. خو اوس تاسو خپل رشته‌داران او خپل خلق دې ته مجبوروئ چې خپل ځانونه په تاسو باندې خرڅ کړى.“ مشران خاموش ولاړ وُو او د وئيلو دپاره ورسره هيڅ هم نۀ وُو.


کۀ څوک يو کس اغوا کړى او بيا يې خرڅ کړى يا يې د ځان سره وساتى، نو هغه اغواکار به خامخا وژلے شى.


ما په خپل کټ باندې د مُر چيړ، عُود او دارچينۍ خوشبو لګولې ده.


ستا د عطرو خوشبوئى څومره ښُکلې ده، ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده. نو ځکه ټولې پېغلې په تا مئينې دينه


چې د لوګى د ستن په شان دے هغه څوک دېنه هغه زمونږ طرف ته راروان دېنه؟ چې فضا يې په مُر او لوبانو خوشبوداره کړې ده نه، او د سوداګرو په عطرو باندې خوشبوداره کړې ده نه؟


نو زۀ راپاڅېدم چې خپل جانان ته ور کولاو کړمه. زما د لاسونو نه عطر په څڅېدو شونه. زما د ګوتو نه د مُر چيړ په څڅېدو شونه کله چې ما د ور کُنډه راښکله.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه خلقو راشئ، او ما ته هغه طلاق نامه وښايئ چې ما ستاسو مور له ورکړې وه او ستاسو مور مې پرېښوده. هغه طلاق نامه چرته ده؟ او يا ما ته هغه قرض ورکوونکے وښايئ چې ما د خپل قرض په وجه تاسو ورته حواله کړى وئ هغه چرته دے؟ ګورئ هم ستاسو د خپلو ګناهونو له وجې خرڅ کړے شوئ او ستا د خپلو ګناهونو په وجې ستاسو مور وشړلې شوه.


يونان، توبل او مسک تا سره کاروبار وکړو، هغوئ ستاسو د سامان په بدل کښې غلامان او د زېړو څيزونه درکړل.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د بنى اِسرائيل خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ صادقان خلق په سپينو زرو او غريبانان په يو جوړ څپلو خرڅوى.


تاسو د ميو ډک جامونه څښئ او اعلىٰ عطر لګوئ، خو تاسو د خپل مُلک په تباهۍ څۀ خفګان نۀ کوئ.


غريبانان په سپينو زرو او ضرورتمند په يوه جوړه څپلو اخلو، او غنم هم د بوسو سره خرڅوو.“


کۀ يو سړے د خپل اِسرائيلى په تښتولو پورې ونيولے شى او خپل غلام يې کړى يا د غلام په توګه يې خرڅ کړى نو هغه سړے دې ووژلے شى. نو داسې به تاسو د دې بدکارۍ نه خپل قوم خلاص کړئ.


مالِک خُدائ به تاسو په سمندرى جهاز کښې واپس مِصر ته ولېږى، اګر چې هغۀ فرمائيلى وُو چې تاسو به هيڅکله هلته بيا نۀ ځئ. هلته به تاسو دا کوشش وکړئ چې خپل ځانونه په دشمنانو باندې غلامان خرڅ کړئ، خو هيڅ څوک به تاسو نۀ اخلى.“


د حرامکارانو او د بچه بازانو، د اغوا کارو، د دروغژنو او د دروغو قَسم خوړونکو او د دې نه علاوه د رښتينى تعليم د مخالفينو دپاره دے.


او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده.


هغوئ به وائى چې، ”کوم ښۀ څيزونو ته چې ستا خواهش وو، هغه ستا د لاس نه وتلې دى، ستا ټول مال دولت او شان و شوکت ورک دے او بيا به دا چرې هم په لاس در نۀ شى.“


او هغه سوداګرانو چې د دې ښار په تجارت مالداره شوى وُو هغوئ هم به د هغې د عذاب د يرې نه لرې ولاړ وى، ژړا او وير به پرې کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan