Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 18:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 هغوئ به لرې ولاړ وى او د هغې په عذاب به د يرې دا وائى چې، ”افسوس، افسوس په لوئ ښار د بابل، په زورَور ښار، چې تۀ په يوه ګينټه کښې برباد شوې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 18:10
17 Iomraidhean Croise  

اوس وګورئ، د دؤو آسونو والا جنګى ګاډۍ راروانه ده چې يو سړے پکښې سور دے.“ څوکيدار ووئيل، ”بابل ختم شوے دے. د بابل ټول بُتان ټوټې ټوټې شوى دى او په زمکه باندې خوارۀ وارۀ پراتۀ دى.“


خو په يوه لحظه او هم په يوه ورځ کښې به دا دواړه کارونه درسره وشى. تۀ چې هر څومره د جادو نه کار واخلې، خو ستا خاوند او بچى به ختم شى.


افسوس چې هغه ورځ به څومره سخته وى. د هغې ورځې په شان به بله کومه ورځ هم نۀ وى. دا به د يعقوب دپاره سخته ورځ وى، خو په آخر کښې به هغه ترې بچ شى.


زۀ به د ډېرو قومونو زړونه پرېشانه کړم کله چې زۀ د نورو مُلکونو په مينځ کښې تا تباه کړم، په هغه مُلکونو کښې چې تا نۀ پېژندل.


افسوس په هغه ورځ، ځکه چې د مالِک خُدائ هغه د قيامت ورځ رانزدې ده، په کومه به چې قادر خُدائ تباهى راولى.


نو ځکه مالِک خُدائ، ربُ الافواج قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په ټولو کوڅو کښې به ژړاګانې وى او په هر چوک کښې به د مړو وير وى. زمينداران د ماتم کولو دپاره راوغوښتلے شى او کسبى ماتم کوونکى به د ژړا دپاره راوغوښتلے شى.


هلته چې څومره اِسرائيليان وُو هغوئ چې کله د هغوئ ژړا واورېدله نو هغوئ وتښتېدل. هغوئ چغې وهلې، ”تښتئ. زمکه به مونږ هم تېر کړى.“


او د هغوئ لاشونه به د لوئ ښار په کوڅو کښې پراتۀ وى، چې د مِثال په توګه ورته سدوم او مِصر وئيلے شى، په کوم ځائ کښې چې د دوئ مالِک هم په سولۍ شوے وو.


بيا هغې نه وروستو بله دوېمه فرښته راغله او هغې وئيل چې، ”وغورزېدو، لوئ بابل وغورزېدو چې په ټولو قومونو يې د خپلې زناکارۍ او مستۍ د شرابو نه څښلى دى.“


او هغه لوئ ښار په درېو حِصو تقسيم شو او د دُنيا ښارونه ونړېدل، او خُدائ پاک ته لوئ بابل راياد شو بلکې د خپل غضب او قهر نه ډکه پياله يې په هغوئ وڅښله.


کوم لس ښکرونه چې تا وليدل، هغه لس بادشاهان دى چې هغوئ لا حکومت نۀ دے شروع کړے، خو هغوئ به د يوې ګينټې دپاره د بلا سره د بادشاهۍ اختيار ومومى.


او کله چې د هغې د سوزېدلو لوګى ووينى نو چغې به کړى، ”د دې لوئ ښار په شان بل داسې ښار چرته دے؟“


او هغوئ به په خپلو سرونو خاورې واچوى، وير او ژړا به پرې کوى او داسې به وائى چې، ”افسوس، افسوس، په هغه لوئ ښار چې د چا په تجارت د سمندرى جهازُونو مالِکان مالداره شول، کوم چې په يوه ګينټه کښې تباه او برباد شُو.“


او بيا يوې قوتناکې فرښتې د ژرندې د يو غټ پل په شان کاڼے راواخستو او سمندر ته يې ورګزار کړو او وې وئيل چې، ”دغه شان به د بابل لوئ ښار ونړولے شى او بيا به يې هيڅوک ونۀ وينى.


نو په دې وجه به په هغې په يوه ورځ دومره افتونه راشى، يعنې مرګ، ويره او قحط. او په اور به هم وسوزولے شى ځکه چې مالِک خُدائ پاک زورَور دے چې د دې فېصله يې واوروله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan