1 د دې نه پس ما يوه بله فرښته د آسمان نه په راکوزېدو وليدله او د هغې لوئ اختيار وو او زمکه د هغې په جلال رڼا شوه.
او ناګهانه ما وليدل چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د مشرق خوا نه راروان وو. د هغۀ آواز لکه د ډېرو اوبو د غرار په شان وو، او زمکه د هغۀ د جلال په وجه روښانه وه.
لکه څنګه چې برېښنا د آسمان د يو سر نه تر بله سره پورې رسى، دغه شان به د اِبن آدم راتلل وى.
او بيا به هغه بېدينه کس راڅرګند شى، او مالِک عيسىٰ به يې د خپلې خولې په پوکى تباه کړى، او د خپلو راتلو په جلال به يې تباه کړى.
بيا ما يوه بله طاقتوره فرښته د آسمان نه په راکوزېدو وليده چې په وريځ کښې پټه وه او چې د بوډۍ ټال يې په سر وو، مخ يې د نمر په شان ځلېدو او پښې يې د اور د ستنو په شان وې.
بيا هغه اووۀ فرښتې چې جامونه يې نيولى وُو، په هغوئ کښې يوه ما له راغله او وې وئيل چې، ”راځه چې زۀ درته د هغې لوئ کنجرې اَنجام وښايم چې د ډېرو سمندرونو دپاسه په تخت ناسته ده.
خو فرښتې راته ووئيل چې، ”دا تۀ دومره ولې حېران يې؟ زۀ به درته د دې ښځې او دا چې په کومې بلا سوره ده چې اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې دى، د هغې راز ښکاره کړم.
او ښار ته د نمر يا د سپوږمۍ د رڼا حاجت نشته ځکه چې د خُدائ پاک جلال دا روښانه کوى او ګډورے د دې ډيوه ده.