9 او د دې خبرو د پوهېدلو دپاره ډېر حِکمت په کار دے. دا اووۀ سرونه هغه اووۀ غرونه دى چې دا ښځه پرې ناسته ده، خو دوئ هم اووۀ بادشاهان دى
خو تۀ اے دانياله، دا کلام بند کړه او تر آخرى زمانې پورې پرې مهر ولګوه. ډېر خلق به اخوا ديخوا ګرځى چې خپل عِلم کښې اضافه وکړى.“
هر څوک چې هوښيار وى نو هغه دې په دې خبرو باندې پوهه شى او په خپلو زړونو کښې دې ځائ ورکړى. د مالِک خُدائ لارې صحيح دى او صادقان خلق په دې روان وى، خو سرکشه به په دې لارو تيندک وخورى او وبه غورزيږى.
هغۀ جواب ورکړو، ”تاسو له دا موقع درکړے شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته نۀ ده ورکړے شوې.
يوه ورځ راتلونکى ده هر کله چې تاسو د دانيال د پېشګويۍ په مطابق په مقدس ځائ کښې هغه پليت بُت چې تباهى راولى ولاړ ووينئ، (لوستونکى دې پرې پوهه شى)
بيا ما د سمندر نه يوه بلا په راوتو وليده. د هغې لس ښکرونه او اووۀ سرونه وُو، او د هغې په ښکرونو لس واړه تاجونه وُو او د دې په هر سر د کُفر جدا جدا نومونه وُو.
نو په دې وخت کښې د دې حکمت ضرورت دے. څوک چې پوهه وى هغه دې د دې بلا د نامې د شمېرې حساب وکړى، دا شمېره د يو سړى ده او د هغۀ د شمېرې حساب شپږ سوه شپږ شپېتۀ دے.
دا ښځه چې تا وليده هغه لوئ ښار دے چې د دُنيا په بادشاهانو حکومت کوى.“
روحُ القُدس په ما غلبه وکړه او بيا فرښتې زۀ بيابان ته بوتلم. هلته ما يوه ښځه وليده چې په يوې سرې بلا سوره وه. چې د هغې په ټول بدن کُفر ليکلے وو او اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې وُو.
خو فرښتې راته ووئيل چې، ”دا تۀ دومره ولې حېران يې؟ زۀ به درته د دې ښځې او دا چې په کومې بلا سوره ده چې اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې دى، د هغې راز ښکاره کړم.