مکاشفه 17:7 - Pakistani Yousafzai Pashto7 خو فرښتې راته ووئيل چې، ”دا تۀ دومره ولې حېران يې؟ زۀ به درته د دې ښځې او دا چې په کومې بلا سوره ده چې اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې دى، د هغې راز ښکاره کړم. Faic an caibideil |
کومه بلا چې تا وليدله، هم هغه ده چې ژوندۍ وه خو اوس ژوندۍ نۀ ده، هغه به د عالمِ ارواح نه راوخېژى او هلاکه به شى. او په دُنيا کښې هغه خلق چې د چا نومونه چې له ازل نه د ژوندون په کِتاب کښې نۀ دى ليکلے شوى، هغوئ به د دې مړې بلا په بيا راښکاره کېدو حېران شى. ځکه چې هغه مخکښې وه، اوس نشته خو بيا به راځى.