6 او ما وليدل چې هغه ښځه د مقدسينو په وينه او د عيسىٰ د شهيدانو په وينه په نشه وه. کله چې ما هغه وليده نو زۀ ډېر حېران شوم.
کله چې ما دا هر څۀ کتل، نو دې ښکر د مقدسينو خلاف جنګ وکړو او هغوئ ته يې شکست ورکولو،
هغه به د خُدائ تعالىٰ خلاف خبرې کوى او د هغۀ په مقدسينو به ظلم وکړى، شريعت او د اخترونو مقرر وخت د بدلولو کوشش به وکړى. مقدسين به هغۀ ته د درې نيمو کالو دپاره حواله شى.
خو ستا سترګې بد کتلو کښې ډيرې پاکې دى، تۀ بد نۀ شې برداشت کولے. بيا ولې تۀ دوکه باز برداشت کوې؟ بيا ولې تۀ خاموش يې کله چې بدعمله هغوئ لواړ تېروى څوک چې د هغوئ نه زيات صادق دى؟
او هغۀ ته يې ووئيل، ”هر څوک ښۀ مے اول ورکوى او کمزورى تر هغې ساتى ترڅو چې مېلمانۀ پوره ماړۀ شوى نۀ وى، خو تا خو تر اوسه ښۀ مے لا ساتلى دى.“
او کله چې ستا د ګواه ستِفانوس وينه توئ شوله نو زۀ په خپله هلته موجود وم او پرې راضى وم او د هغوئ د جامو څوکۍ مې کوله چا چې هغه مړ کړو.
خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول، او هغوئ خپل ځان عزيز ونۀ ګڼلو تر دې چې مرګ ته تيار شول.
او ورته دا اختيار ورکړے شو چې د بلا په بُت کښې ساه واچوى نو چې د خبرو طاقت هم ورکړى او هغوئ څوک چې ورته سجده نۀ کوى، مړۀ کړى.
هغې ته دا اجازت هم ورکړے شو چې د مقدسينو سره جنګ وکړى او پرې کاميابه شى، او په ټولو خيلونو او خلقو، ژبو او قومونو اختيار ورکړے شو.
ځکه چې هغوئ د مقدسينو او ستا د نبيانو وينې توئ کړې دى او تا هغوئ ته د څښلو دپاره وينې ورکړې، هغوئ د دې سزا لائق دى.“
ما ته پته ده چې تۀ چرته اوسې، هلته چرته چې د شېطان تخت دے او تۀ زما په نوم مضبوط ولاړ يې. تا په هغه وخت هم د خپل ايمان نه اِنکار ونۀ کړو کله چې زما وفادار ګواه انتيپاس ستاسو په هغه ښار کښې ووژلے شو چرته چې شېطان اوسيږى.