مکاشفه 17:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4 هغه ښځې کاسنى سرې جامې اغوستې وې چې د سرو زرو په کالو، جواهراتو او ملغلرو سنګار شوې وه. د هغې په لاس کښې د سرو زرو پيالۍ وه چې د پليتۍ او د هغې د حرامکارۍ د ناپاکۍ نه ډکه وه. Faic an caibideil |
خو څوک چې غوَيے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې انسان حلال کړى، څوک چې يو ګډُورے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې د يو سپى څټ مات کړى، څوک چې د غلې نذرانه پېش کړى هغه داسې دے لکه چې د خنزير وينه پېش کړى، څوک چې خوشبوئى پېش کړى هغه داسې دے لکه چې بُت پرستى وکړى. دې خلقو خپلې غلطې لارې خوښې کړې دى، او د دوئ ځان په خپلو حرامو څيزونو خوشحاليږى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ما اول ځل بنى اِسرائيل وليدل، نو دا داسې وُو لکه چې په صحرا کښې انګور ومومى. ما ستاسو پلار نيکۀ داسې وليدل لکه چې د موسم وړومبى پاخۀ شوى اينځر مې ليدلى وى. خو کله چې هغوئ د فعور غرۀ ته راغلل، نو هلته هغوئ خپل ځانونه شرمناک بعل بُت ته وقف کړل. نو داسې چې هغوئ څۀ سره مينه وکړه نو د هغې په شان پليت شول.