13 د هغه ټولو يو مقصد دے چې خپل طاقت او اختيار بلا له ورکړى.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په هغه ورځ به ستا ذهن کښې بد خيالونه راشى او تۀ به غلطه منصوبه جوړه کړې.
چې هغه هر څۀ وکړى کوم چې ستا د لاس لاندې او ستا په حُکم د مخکښې نه مقرر شوى وُو.
صرف داسې اخلاق کوئ چې ستاسو ژوند دې د مسيح د زيرى په مطابق وى، نو بيا کۀ زۀ راشم او يا رانۀ شم، خو چې ستاسو په حقله دا واورم چې تاسو په يو روح کښې قائم يئ، او د اِنجيل د ايمان دپاره په يو زړۀ ښۀ خوارى کوئ.
نو تاسو زما خوشحالى پوره کړئ چې په يو فکر، يوه مينه شئ، چې په يو زړۀ او يو مقصد شئ.
هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“
ځکه چې خُدائ پاک د خپل مقصد د پوره کولو دپاره د دوئ په زړُونو کښې دا خبره اچولې ده چې دوئ په يو زړۀ سره بلا ته د خپلې بادشاهۍ اختيار ورکړى، ترڅو چې د خُدائ پاک کلام د دوئ په حقله پوره شى.