1 بيا هغه اووۀ فرښتې چې جامونه يې نيولى وُو، په هغوئ کښې يوه ما له راغله او وې وئيل چې، ”راځه چې زۀ درته د هغې لوئ کنجرې اَنجام وښايم چې د ډېرو سمندرونو دپاسه په تخت ناسته ده.
هغه ښار چې په يو وخت کښې وفادار وو اوس د کنجرې په شان شوے دے. په يوه زمانه کښې دا د صداقت او اِنصاف نه ډک وو، خو اوس په کښې صرف قاتِلان پاتې دى.
خو اے د کوډګرې بچو، د زناکارې او کنجرې بچو، ديخوا راشئ.
”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د ډېر پخوا نه زما جغ د خپل څټ نه اخوا کړے دے او زما نه مو اِنکار کړے دے. تاسو ووئيل، ”زۀ به نور ستا بندګى نۀ کوم.“ په هره لوړه غونډۍ او د هرې شنې ونې لاندې څملاستئ او د کنجرو په شان مو زنا وکړه.
اے بابله، تۀ د ډېرو سيندونو په غاړه پروت ښار يې او د مال دولت او تجارت نه ډک يې، خو ستا اَنجام رارسېدلے دے، او ستا د ژوند تار شلېدلے دے.
هغه اوبو غټ کړو، او په زمکه کښې لاندې چينو هغه لوړ کړے وو، او د هغوئ نِهرونه د هغه ونې ګېرچاپېره بهېدل، او د اوبو لختى يې د پټى ټولو ونو ته ورغلى وُو.
هغوئ يو بل ته ووئيل، ”زمونږ په زړونو کښې څومره جذبه راغلې وه. کله چې په لاره هغۀ مونږ سره خبرې کولې او د صحيفو تشريح يې کوله.“
نو ناګهانه هغوئ دوه سړى وليدل چې موسىٰ او الياس وُو، چې د هغۀ سره يې خبرې کولې.
دا هغه رويا ده چې خُدائ پاک عيسىٰ مسيح ته ورکړه چې هغه خپلو غلامانو ته هغه خبرې وښائى چې کومې به زر تر زره پېښيږى. هغۀ خپله فرښته خپل غلام يوحنا ته په رالېږلو دا خبرې هغۀ ته وښودلې،
بيا ما په آسمان کښې بله يوه لويه او عجيبه نښه وليدله. اووۀ فرښتې وې چې ورسره د ټولو نه آخرى اووۀ افتونه وُو، ځکه چې په دې افتونو سره د خُدائ پاک قهر سوړ شو.
او هغه لوئ ښار په درېو حِصو تقسيم شو او د دُنيا ښارونه ونړېدل، او خُدائ پاک ته لوئ بابل راياد شو بلکې د خپل غضب او قهر نه ډکه پياله يې په هغوئ وڅښله.
د دې نه پس ما يوه بله فرښته د آسمان نه په راکوزېدو وليدله او د هغې لوئ اختيار وو او زمکه د هغې په جلال رڼا شوه.
ځکه چې د هغۀ فېصلې رښتينې او په حقه دى او هغۀ د لوئې کنجرې د سزا فېصله وکړه چا چې په خپلې حرامکارۍ دا دُنيا ګډه وډه کړه او د هغې نه يې د خپلو خادِمانو د وينې بدل واخستو.“
بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”دا وليکه چې، بختور دى هغه خلق چې د ګډُورى د وادۀ مېلمستيا ته رابللے شوى دى.“ او نور يې ووئيل چې، ”دا د خُدائ پاک برحق کلام دے.“
کومې فرښتې چې ما سره خبرې وکړلې، د هغې سره د سرو زرو يو ګز وو چې پرې د ښار دېوالونه او دروازې ناپ کړى.
بيا په هغه اوو فرښتو کښې چې د اووۀ آخرى افتونو ډک جامونه ورسره وُو، يوه ما ته راغله او وې وئيل چې، ”راځه، زۀ به تا ته ناوې وښايم چې د ګډُورى ښځه ده.“
د دې نه وروستو بيا ما نظر واچولو نو په آسمان کښې مې يو ور کولاو وليدو. نو چې اول کوم آواز ما واورېدو نو لکه د بيګل په شان يې ما ته خبرې کولې، ”دلته پاس راشه چې زۀ به تا ته هغه وښايم څۀ چې به د دې نه پس خامخا کيږى.“