18 له دې نه پس د برېښنا شُغلې او د تندر ګړزا او يوه دومره سخته زلزله راغله چې د بنى آدم د پېدايښت راسې چرې هم نۀ وه راغلې.
مالِک خُدائ ربُ الافواج به ستا د بچ کولو دپاره د لوئ تندر، زلزلې، لوئ شور، تېزې سيلۍ، طوفان او سوزونکى اور سره راځى.
په هغه وخت کښې به ميکائيل، د فرښتو لوئ سردار څوک چې ستا د قوم حفاظت کوى، راوچت شى. هغه به داسې د مصيبت وخت وى چې داسې به د قومونو د پېدايښت نه تر دې وخت پورې نۀ وى شوے. خو په هغه وخت کښې به ستا د قوم نه هغوئ بچ شى، د چا نوم چې د خُدائ پاک په کِتاب کښې ليکلے شوے وى.
ځکه چې هغه به د لوئ مصيبت ورځ وى. داسې وخت د دُنيا د شروع نه تر اوسه لا نۀ دے راغلے او نۀ به بيا چرته راشى.
هم په دغه وخت يوه سخته زلزله راغله، او د ښار لسمه حِصه راوغورزېدله. اووۀ زره کسان په دې زلزله کښې هلاک شول او نورو په يره کښې د آسمانى خُدائ پاک ثنا وئيله.
نو بيا په آسمان کښې د خُدائ پاک کور پرانستے شو او په هغه کور کښې د هغۀ د لوظ صندوق ښکاره شو، او بيا د برېښنا شُغلې، د تندر ګړزار، زلزله او د ږلۍ يو لوئ طوفان راغلو.
او د تخت نه د برېښنا رڼا او د تندر آوازونه راختل او د تخت نه وړاندې اووۀ مشعلونه بلېدل چې د خُدائ پاک اووۀ روحونه دى.
بيا ما وکتل چې ګډُورى شپږم مهر مات کړو او يوه سخته زلزله راغله او نمر د تبخى په شان تور شو او سپوږمۍ مکمله لکه د وينو تکه سره شوه.
بيا فرښتې مجمر راواخستو، د قربانګاه د اور نه يې ډک کړو او په زمکه يې راګزار کړو، نو بيا د تندر ګړزار، برېښنا او زلزله راغله.