8 او د خُدائ پاک کور د خُدائ د جلال او قُدرت د لوګى نه ډک شو او تر هغې هيڅوک ورننوتے نۀ شو ترڅو چې د اووۀ فرښتو اووۀ افتونه پوره شوى نۀ وُو.
د مالِک خُدائ آواز د څېړۍ ونې کږوى او د ځنګلى ونو پاڼې رژوى، د هغۀ په کور کښې هر يو چغې وهى چې، ”خُدائ لوئ دے.“
د سينا ټول غر د وريځ په شان په لوګى کښې پټ وو، ځکه چې مالِک خُدائ په دې باندې په اور کښې راکوز شوے وو. دا لوګے د بټۍ د لوګى په شان بره ختلو او ټول غر سخت ولړزېدلو.
د هغوئ د آوازونو شور د خُدائ پاک د کور چوکاټونه ولړزول او د مالِک خُدائ کور د لوږى نه ډک شو.
بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ چرې موسىٰ او سموئيل هم دلته ودرېدلى وے او ما ته يې د دې خلقو په حقله مِنت زارى کړے وے، نو زما زړۀ به دوئ ته مائل شوے نۀ وو. هغوئ زما د حضور نه وشړه، او پرېږده چې ځى.
تا خپل ځان په وريځ کښې ونغښتلو ترڅو هيڅ دُعا هم تا ته در ونۀ رسيږى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”خپل ورور هارون ته ووايه چې هغه به صِرف په مناسب وخت د پړدې شا ته زيات مقدس ځائ ته ننوځى، ځکه چې زۀ به هلته په وريځ کښې د لوظ صندوق د کفارې تخت دپاسه راښکاره کېږم. کۀ هغۀ نافرمانى وکړه، نو هغه به ووژلے شى.
واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بېپايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.
هغوئ ته به د ابدى تباهۍ سزا مِلاو شى او د مالِک د حضور او د جلالى قدرت نه به هغوئ جدا شى.
بيا ما په آسمان کښې بله يوه لويه او عجيبه نښه وليدله. اووۀ فرښتې وې چې ورسره د ټولو نه آخرى اووۀ افتونه وُو، ځکه چې په دې افتونو سره د خُدائ پاک قهر سوړ شو.
هغه د خُدائ پاک په جلال روښانه وو، د هغې رڼا د قيمتى جواهراتو په شان لکه د جاسپر او د بلور کاڼى په شان صفا وو.