6 او د هغې نه اووۀ فرښتې د اوو افتونو سره راووتلې او هغوئ د کتان جامې اغوستې وې چې صفا او ځلېدونکې وې او په سينو يې د سرو زرو سينه بندونه وُو.
هر کله چې ما بره وکتل نو ځان ته مخامخ مې يو سړے وليدو چې د سپين کتان جامې يې اغوستې وې، او د ملا نه يې د سوچه سرو زرو ملابند تړلے وو.
دوئ لا په دې واقعه حېرانې ولاړې وې چې ناګهانه دوه سړى په برېښناکو جامو کښې هغوئ سره ودرېدل.
او د دې ډيوټونو په مينځ کښې ما يو کس د اِبن آدم په شان وليدلو چې تر پښو پورې يې چُوغه اغوستې وه او په سينه يې د سرو زرو سينه بند تاو کړے وو.
يوه بله فرښته د خُدائ د کور نه بهر راووتله او په وريځ ناست ته يې په اوچت آواز ووئيل چې، ”خپل لور ورواچوه او وريبه، ځکه چې د فصل د رېبلو وخت راغلے دے او د دُنيا فصل مکمل پوخ شوے دے.“
بيا يوه بله فرښته د خُدائ پاک د آسمانى کور نه راووتله او د هغې سره هم يو تېرۀ لور وو.
بيا ما په آسمان کښې بله يوه لويه او عجيبه نښه وليدله. اووۀ فرښتې وې چې ورسره د ټولو نه آخرى اووۀ افتونه وُو، ځکه چې په دې افتونو سره د خُدائ پاک قهر سوړ شو.
او ورته د کتان نرمې جامې ورکړے شوې دى چې صفا ځلېدونکې دى.“ او دا نرم کتان د مقدسينو ښۀ کارونه دى.