راشئ او خپله مقدمه په عدالت کښې پېش کړئ، بېشکه اول د يو بل سره مشوره وکړئ. ډېر پخوا دا پېشګوئې چا ورکړې وه؟ ولې ما مالِک خُدائ ډېره موده مخکښې دا اعلان نۀ وو کړے؟ ځکه چې بغېر زما نه بل يو خُدائ هم نشته. زۀ خلاصونکے او صادق خُدائ يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.
او هغوئ د تخت او د څلورو جاندارو او مشرانو په وړاندې يو نوے حمد وئيلو، او دا حمد بې د هغه يو لاک څلور څلوېښت زرو کسانو نه چې د زمکې نه په بيعه اخستے شوى وُو، او د دوئ نه بغېر بل هيچا نۀ شو زده کولے.