19 نو فرښتې خپل لور ورواچولو او په دُنيا يې د انګورو د بوټو فصل راټول کړو او هغه يې د خُدائ پاک د غضب په هغه لويه لنګرۍ کښې ورواچول.
ستا جامې ولې دومره سرې دى؟ داسې لکه چې ستا جامې د انګورو نچوړولو سره سرې شوې وى.
د هغوئ بدکارى ډېره لويه ده، لور وچلوئ ځکه چې فصل پوخ شوے دے. راشئ، انګور د پښو لاندې چخڼى کړئ ځکه چې د انګورو لنګرۍ ډکه ده. او د ذخيره کولو چاټۍ تر خولې ډکه ده.
او بيا بله فرښته د قربانګاه نه راووتله، دا هغه فرښته وه چې په اور يې اختيار وو، او هغې د تېرۀ لور لرونکى ته په اوچت آواز چغه کړه چې، ”خپل تېرۀ لور ورواچوه او په زمکه د انګورو د بوټو نه فصل راغونډ کړه ځکه چې انګور يې پاخۀ شوى دى.“