17 بيا يوه بله فرښته د خُدائ پاک د آسمانى کور نه راووتله او د هغې سره هم يو تېرۀ لور وو.
نو بيا په آسمان کښې د خُدائ پاک کور پرانستے شو او په هغه کور کښې د هغۀ د لوظ صندوق ښکاره شو، او بيا د برېښنا شُغلې، د تندر ګړزار، زلزله او د ږلۍ يو لوئ طوفان راغلو.
نو هغه څوک چې په وريځې ناست وو هغۀ خپل لور دُنيا ته ورواچولو او د هغې فصل يې ورېبلو.
او بيا بله فرښته د قربانګاه نه راووتله، دا هغه فرښته وه چې په اور يې اختيار وو، او هغې د تېرۀ لور لرونکى ته په اوچت آواز چغه کړه چې، ”خپل تېرۀ لور ورواچوه او په زمکه د انګورو د بوټو نه فصل راغونډ کړه ځکه چې انګور يې پاخۀ شوى دى.“
بيا ما د خُدائ پاک د کور نه يو اوچت آواز واورېدو چې هغه اووۀ فرښتو ته يې وئيل چې، ”لاړې شئ او د خُدائ پاک د قهر اووۀ جامونه په زمکه توئ کړئ.“
بيا اوومې فرښتې خپل جام په هوا توئ کړو او د خُدائ د کور د تخت نه يو اوچت آواز راغلو چې هغۀ وفرمائيل چې، ”هر څۀ پوره شول.“