16 نو هغه څوک چې په وريځې ناست وو هغۀ خپل لور دُنيا ته ورواچولو او د هغې فصل يې ورېبلو.
ځکه چې اِبن آدم به د خپل پلار په لويئ کښې د خپلو فرښتو سره راځى او بيا به هغه هر چا ته د خپل عمل بدله ورکوى.
بيا ما وکتل نو يوه سپينه وريځ راښکاره شوه او په هغې چې څوک ناست وو هغه د اِبن آدم په شان وو. د هغۀ په سر د سرو زرو تاج وو او په لاس کښې يې تېرۀ لور وو.
يوه بله فرښته د خُدائ د کور نه بهر راووتله او په وريځ ناست ته يې په اوچت آواز ووئيل چې، ”خپل لور ورواچوه او وريبه، ځکه چې د فصل د رېبلو وخت راغلے دے او د دُنيا فصل مکمل پوخ شوے دے.“
بيا يوه بله فرښته د خُدائ پاک د آسمانى کور نه راووتله او د هغې سره هم يو تېرۀ لور وو.
نو فرښتې خپل لور ورواچولو او په دُنيا يې د انګورو د بوټو فصل راټول کړو او هغه يې د خُدائ پاک د غضب په هغه لويه لنګرۍ کښې ورواچول.