5 او بلا ته دا اختيار ورکړے شو چې غټې غټې او د کُفر خبرې وکړى، او تر دوو څلوېښتو مياشتو پورې د حکومت کولو اجازت ورکړے شو.
مالِکه تۀ په خپله دوئ نه پرې کړه غوړ شونډان دوئ نه هغه ژبې پرې کړه چې په لافو دى ګويان.
تا زما خلاف په بېپرواهۍ سره لافې او ډيرې خبرې وکړې، او ما دا واورېدلې.
بادشاه به هغه څۀ کوى څۀ چې يې زړۀ غواړى. هغه به خپل ځان د هر معبود نه اوچت او لوئ ګڼى او د خُدائ پاک خلاف به هم کُفر وائى څوک چې د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے. هغه به کامياب شى تر هغه وخته چې د غضب وخت پوره شوے نۀ وى، ځکه څۀ چې وئيلے شوى دى هغه به پوره کيږى.
بختور دى هغوئ څوک چې ديارلس سوه او پينځۀ دېرش ورځو ختمېدو پورې صبر وکړى.
ورته مې هم هغه شان کتل ځکه چې هغه ورکوټے ښکر د کبر نه ډکې خبرې کولې. تر هغې پورې مې ورته کتل چې هغه څلورم ځناور مړ کړے شو او د دۀ لاش تباه او بَل شوى اور ته وغورزولے شو.
ما هم غوښتل چې د هغۀ په سر د هغه لسو ښکرونو په حقله معلومات حاصل کړم، د هغه بل ښکر په حقله کوم چې راوختلو، د کوم د راختلو نه مخکښې چې هغه درې وغورزېدل، هغه ښکر چې د نورو نه بيا غټ ښکارېدو او چې سترګې يې د انسان په شان وې، او د دې خولې د کبر خبرې کولې.
هغه به د خُدائ تعالىٰ خلاف خبرې کوى او د هغۀ په مقدسينو به ظلم وکړى، شريعت او د اخترونو مقرر وخت د بدلولو کوشش به وکړى. مقدسين به هغۀ ته د درې نيمو کالو دپاره حواله شى.
کله چې ما د هغۀ د ښکرونو په حقله سوچ کولو، نو هلته زما د وړاندې يو بل ورکوټے ښکر د هغوئ په مينځ کښې ښکاره شو، او درې وړومبى ښکرونه د هغۀ په وړاندې راوويستلے شول. د هغه ښکر لکه د انسان د سترګو په شان سترګې وې او په خولۀ باندې يې په بېپرواهۍ سره لافې کولې.
بيا فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا به تر دوه زره او درې سوه ماښامونو او سحرونو پورې وخت واخلى، او د هغې نه وروستو به د مالِک خُدائ کور دوباره مقدس کړے شى.“
څوک دې تاسو په هيڅ طريقه دوکه نۀ کړى. ځکه چې هغه ورځ به تر هغې نۀ راځى ترڅو پورې چې بغاوت شروع نۀ شى او بيا بېشرعې کس څرګند نۀ شى، څوک چې د هلاکېدو دپاره مقرر شوے دے.
هغه به د هر يو معبود او د عبادت د هر يو څيز مخالفت کوى او خپل ځان به ترې نه اوچت ګڼى. او هغه به د خُدائ په کور کښې کښېنى او د خُدايئ دعوىٰ به وکړى.
او بيا به هغه بېدينه کس راڅرګند شى، او مالِک عيسىٰ به يې د خپلې خولې په پوکى تباه کړى، او د خپلو راتلو په جلال به يې تباه کړى.
کله چې دوئ خپله ګواهى پوره کړى نو د عالمِ ارواح نه به هغه بلا راوځى او دوئ سره به جنګ ونښلوى او کاميابه به شى او مړۀ به يې کړى.
خو ښځې ته د لوئ باز دوه وزرونه ورکړے شول نو چې هغه په بيابان کښې د اژدها نه خپل هغه ځائ ته والوځى چرته چې به تر درې نيم کالو پورې د هغې خيال وساتلے شى او محفوظه وى.
او ښځه بيابان ته وتښتېدله چرته چې د هغې د ساتنې دپاره خُدائ پاک ځائ تيار کړے وو چې هلته به د هغې د دولسو سوو شپېتو ورځو پورې حفاظت کيږى.
هغې ته دا اجازت هم ورکړے شو چې د مقدسينو سره جنګ وکړى او پرې کاميابه شى، او په ټولو خيلونو او خلقو، ژبو او قومونو اختيار ورکړے شو.