4 هغوئ د اژدها عبادت وکړو ځکه چې هغې خپل اختيار بلا ته ورکړو، هغوئ د بلا عبادت هم وکړو او دا يې ووئيل چې، ”څوک د دې بلا په شان زورَوره ده، او څوک د دې خلاف جنګ کولے شى؟“
اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.
مالِک خُدائ فرمائى، ”تاسو به ما د چا سره برابروئ؟ زما په شان بل څوک شته څۀ؟
شېطان يعنې د دې دُنيا بادشاه د بېايمانانو عقل ړوند کړے دے د دې دپاره چې هغوئ د مسيح په حقله د زيرى د جلال هغه رڼا ونۀ ګورى، څوک چې د خُدائ پاک په صورت دے.
هغه خلق په خپله تکړه او لوړ لوړ دى، هغوئ دېوان دى او تاسو دا خبره اورېدلې ده چې د هغوئ په مقابله کښې هيڅ څوک نۀ شى ودرېدلے.
هغه به د هر يو معبود او د عبادت د هر يو څيز مخالفت کوى او خپل ځان به ترې نه اوچت ګڼى. او هغه به د خُدائ په کور کښې کښېنى او د خُدايئ دعوىٰ به وکړى.
بيا يوه بله نښه په آسمان کښې ښکاره شوه چې يوه لويه سره اژدها وه چې اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې وُو او په سرونو يې اووۀ واړه تاجونه وُو.
هغې په خپله لکۍ درېمه حِصه ستورى د آسمان نه راښکل او په زمکه يې راغورزول. اژدها د هغې ښځې په وړاندې ودرېدله چې د ماشوم د پېدا کېدو په دردونو آخته وه د دې دپاره چې هر کله چې د هغې ښځې بچے وشى چې لواړ يې تېر کړى.
بيا ما يو بله بلا وليده چې د زمکې نه راووتله، د هغې د ګډُورى په شان دوه ښکرونه وُو او دې د اژدها په شان خبرې کولې.
او ورته دا اختيار ورکړے شو چې د بلا په بُت کښې ساه واچوى نو چې د خبرو طاقت هم ورکړى او هغوئ څوک چې ورته سجده نۀ کوى، مړۀ کړى.
او کومه بلا چې ما وليده، هغه د پړانګ په شان وه خو د هغې پښې د مېلو په شان وې او خولۀ يې د ازمرى په شان وه. او اژدها هغې ته خپل طاقت، بادشاهى او لوئ اختيار ورکړو.
هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“
او کله چې د هغې د سوزېدلو لوګى ووينى نو چغې به کړى، ”د دې لوئ ښار په شان بل داسې ښار چرته دے؟“
خو دې افتونو کښې چې کوم انسانان ژوندى پاتې شول هغوئ د خپلو بدو عملونو نه توبه ونۀ ويستله. او هغوئ د پيريانو او د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو، کاڼو او د لرګو نه د جوړو شوو بُتانو عبادت کول پرې نۀ ښودل، کوم بُتان چې نۀ ليدلے او نۀ اورېدلے او نۀ ګرځېدلے شى.
کله چې بنى اِسرائيلو جوليت وليدو، نو هغوئ د يرې نه منډه کړه.