Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 13:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 داسې ښکارېده چې د هغې يو سر د مرګى ګزار خوړلے وو خو د هغې ګزار ټيک شوے وو او ټوله دُنيا په هغې بلا پسې په حېرانتيا روانه وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 13:3
15 Iomraidhean Croise  

زۀ به د بابل د بادشاه لاسونه مضبوط کړم او خپله تُوره به د هغۀ په لاس کښې کېږدم، خو زۀ به د فِرعون لاسونه مات کړم، او هغه به د هغۀ په وړاندې د مرګونى انسان په شان زبيرګى کوى.


په هغه ورځو کښې د رومى قيصر اوګوستوس د طرف نه دا فرمان جارى شو چې په رومى بادشاهۍ کښې دې د ټولو خلقو مردم‌شمارى وشى.


بيا فريسيانو يو بل ته ووئيل، ”تاسو ګورئ چې مونږ هيڅ نۀ شُو کولے، وګورئ، ټوله دُنيا په هغۀ پسې روانه ده.“


تر دې چې شمعون جادوګر هم ايمان راوړو او بپتسمه يې واخستله او هغه به فيليپوس پسې هر چرته تلو او هغه په هغه نښو او لويو معجزو چې هغۀ وليدې حق حېران وو.


هغه د اولنۍ بلا ټول اختيار د هغې په ځائ استعمالوى، زمکه او د دې اوسېدونکى دې خبرې ته مجبوروى چې د اولنۍ بلا عبادت وکړى چې د چا د مرګى زخم ټيک شوے دے.


او هغې له دا اختيار ورکړے شو چې د هغې اولنۍ بلا په ځائ معجزې وکړى او د دُنيا اوسېدونکى دوکه کړى او ورته يې حُکم وکړو چې د هغې اولنۍ په شان يو بُت جوړ کړئ چې د تُورې ګزار يې خوړلے وو خو بيا هم لا ژوندې وه.


چې پينځۀ بادشاهان پخوا تېر شوى دى او يو ژوندے دے او يو بل به راځى، او کله چې هغه راشى نو هغه به د لږ وخت دپاره وى.


او هغه بلا چې يو وخت ژوندۍ وه او اوس ژوندۍ نۀ ده، هغه اتم بادشاه دے، خو بيا هم هغه د اوو نه يو دے او هغه به هلاک شى.


د هغه ټولو يو مقصد دے چې خپل طاقت او اختيار بلا له ورکړى.


ځکه چې خُدائ پاک د خپل مقصد د پوره کولو دپاره د دوئ په زړُونو کښې دا خبره اچولې ده چې دوئ په يو زړۀ سره بلا ته د خپلې بادشاهۍ اختيار ورکړى، ترڅو چې د خُدائ پاک کلام د دوئ په حقله پوره شى.


او ما وليدل چې هغه ښځه د مقدسينو په وينه او د عيسىٰ د شهيدانو په وينه په نشه وه. کله چې ما هغه وليده نو زۀ ډېر حېران شوم.


کومه بلا چې تا وليدله، هم هغه ده چې ژوندۍ وه خو اوس ژوندۍ نۀ ده، هغه به د عالمِ ارواح نه راوخېژى او هلاکه به شى. او په دُنيا کښې هغه خلق چې د چا نومونه چې له ازل نه د ژوندون په کِتاب کښې نۀ دى ليکلے شوى، هغوئ به د دې مړې بلا په بيا راښکاره کېدو حېران شى. ځکه چې هغه مخکښې وه، اوس نشته خو بيا به راځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan