18 نو په دې وخت کښې د دې حکمت ضرورت دے. څوک چې پوهه وى هغه دې د دې بلا د نامې د شمېرې حساب وکړى، دا شمېره د يو سړى ده او د هغۀ د شمېرې حساب شپږ سوه شپږ شپېتۀ دے.
څوک چې هوښيار وى نو هغوئ دې په دې خبرو باندې غور وکړى، او د مالِک خُدائ په لويه مينه باندې دې غور وکړى.
ډېر به پاک، بېداغه او صفا کړے شى، خو بدعمله به بدعمله پاتې شى. يو بدعمله به پرې هم پوهه نۀ شى، خو هغوئ څوک چې هوښيار دى، هغوئ به پرې پوهه شى.
هر څوک چې هوښيار وى نو هغه دې په دې خبرو باندې پوهه شى او په خپلو زړونو کښې دې ځائ ورکړى. د مالِک خُدائ لارې صحيح دى او صادقان خلق په دې روان وى، خو سرکشه به په دې لارو تيندک وخورى او وبه غورزيږى.
هر کله چې تاسو ووينئ چې، هغه پليت بُت چې تباهى راولى په هغه ځائ کښې ولاړ دے چرته چې نۀ دے پکار، نو لوستونکى دې پوهه شى، نو هغه څوک چې په يهوديه کښې دى غرونو ته دې وتښتى.
خو کۀ چرې ځينې خلق داسې وائى چې زمونږ بدکارى د خُدائ پاک د اِنصاف د ښکاره کولو سبب کېدے شى، نو بيا مونږ په دې کښې څۀ وئيلے شُو؟ ولې دا د خُدائ پاک بېاِنصافى ده چې خُدائ پاک په مونږ غضب نازلوى؟ زۀ دا د يو انسان په توګه وايم.
عوج بادشاه د رفائيانو آخرى پاتې کس وو. د هغۀ د ښخېدو صندوق د کاڼى نه جوړ وو، چې ديارلس فټه اوږد او دوه ګزه پلن وو. دا تر اوسه پورې د عمونيانو په ښار ربه کښې شته دے.
بختور دے هغه څوک چې دا پېشګوئى نورو خلقو ته لولى او بختور دى هغه خلق چې دا کلام اورى او چې څۀ په کښې ليکلى دى په هغې عمل کوى، ځکه چې وخت رانزدې دے.
او ما وليدل چې د شيشې د سمندر په شان راښکاره شو چې اور په کښې ګډ شوے وو، او د شيشې د سمندر سره هغه خلق ولاړ وُو چې په بلا او د هغې د بُت او د هغې د نوم په شمېر فتح موندلې وه. د هغوئ په لاسونو کښې د خُدائ پاک ورکړى ستارونه وُو.
او د دې خبرو د پوهېدلو دپاره ډېر حِکمت په کار دے. دا اووۀ سرونه هغه اووۀ غرونه دى چې دا ښځه پرې ناسته ده، خو دوئ هم اووۀ بادشاهان دى
فرښتې د ديوال ناپ په دُنياوى پېمانه وکړو چې شپېتۀ ميټره اوچت وو، او فرښتې هم دا پېمانه استعمالوله.