مکاشفه 13:12 - Pakistani Yousafzai Pashto12 هغه د اولنۍ بلا ټول اختيار د هغې په ځائ استعمالوى، زمکه او د دې اوسېدونکى دې خبرې ته مجبوروى چې د اولنۍ بلا عبادت وکړى چې د چا د مرګى زخم ټيک شوے دے. Faic an caibideil |
کومه بلا چې تا وليدله، هم هغه ده چې ژوندۍ وه خو اوس ژوندۍ نۀ ده، هغه به د عالمِ ارواح نه راوخېژى او هلاکه به شى. او په دُنيا کښې هغه خلق چې د چا نومونه چې له ازل نه د ژوندون په کِتاب کښې نۀ دى ليکلے شوى، هغوئ به د دې مړې بلا په بيا راښکاره کېدو حېران شى. ځکه چې هغه مخکښې وه، اوس نشته خو بيا به راځى.
بيا ما يو څو تختونه وليدل او هغه خلق پرې ناست وُو چا ته چې د عدالت اختيار ورکړے شوے وو. ما د هغه خلقو روحونه وليدل چې سرونه يې د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ د شهادت په وجه پرې کړے شوى وُو، او هغه خلق چا چې بلا يا د هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړې او نۀ يې په لاس يا تندى د هغۀ نښه لګولې وه. هغوئ بيا راژوندى شول او د مسيح سره يې تر زرو کالو بادشاهى وکړه.