Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 12:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 د هغې ماشوم پېدا شو چې هلک وو کوم چې به په ټولو قومونو يعنې زورَور حکومت کوى. خو د هغې ماشوم سمدستى خُدائ پاک ته ونيولے شو او د هغۀ تخت ته راوستے شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 12:5
14 Iomraidhean Croise  

د ماشوم د پېدا کېدو درد نه مخکښې د يروشلم ماشوم وشو، د پېدايښت درد نه مخکښې د هغۀ زوئ پېدا شو.


ښه نو بيا ګورئ، مالِک خُدائ به په خپله تاسو ته يوه نښه وښائى. يوه پېغله به اُميدواره شى او چې زوئ يې پېدا شى نو ”عمانو‌ايل“ يعنې، ”خُدائ زمونږ مل دے“ نوم به پرې کېږدى.


اے زما بې‌وفا لورې، تۀ به ترڅو پورې سرګردانه ګرځې؟ مالِک خُدائ به يو نوے کار وکړى او هغه دا دے چې بنى اِسرائيل به خپل مالِک خُدائ ته غاړه ورکړى.“


نو بنى اِسرائيل به تر هغه وخته پورې خپلو دشمنانو ته پرېښودلے شى ترڅو چې د يوې اُميدوارې ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت پوره شى. او چې د هغۀ نور وروڼه د بنى اِسرائيلو سره د اِتحاد کولو دپاره راواپس شى.


نو بيا هغه تر هغه وخته پورې د هغې سره مِلاو نۀ شو ترڅو چې د هغې زوئ پېدا شوے نۀ وو. نو هغۀ پرې عيسىٰ نوم کېښودو.


هغوئ سره د خبرو کولو نه پس مالِک عيسىٰ آسمان ته پورته کړے شو او هغه د خُدائ پاک ښى طرف ته کښېناستو.


زۀ په مسيح کښې يو سړے پېژنم څوک چې څوارلس کاله مخکښې اوچت کړے شو او آخرى آسمان ته پورته کړے شو، خو زۀ خبر نۀ يم چې په وجود کښې وو او کۀ د وجود نه بغېر وو، خُدائ پاک ته پته ده.


آسمان ته اوچت کړے شو، او داسې خبرې يې واورېدلې چې د هغې وئيل ناممکنه دى او انسان ته د هغه خبرو بيانول ناروا دى.


بيا دوئ يو اوچت آواز د آسمان نه واورېدو چې هغوئ ته يې وئيل چې، ”دلته راشئ.“ او هغوئ په وريځو کښې آسمان ته وختل او دشمنانو هغوئ ته کتل.


نو چې کله اژدها خپل ځان په زمکه راغورزېدلے وليدو نو هغه، هغه ښځې پسې شوه چې زوئ يې شوے وو.


هغه اُميدواره وه او د ماشوم د پېدا کېدو د درد په وجه يې چغې وهلې.


او د هغۀ د خولې نه يوه تيره تُوره راوځى چې قومونه پرې ووهى، ځکه چې هغه به په هغوئ زورَور حکومت کوى او د ګناهونو د انګورو لنګرۍ به د قادر مطلق خُدائ پاک د قهر او غضب د پښو لاندې نچوړ کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan