په هغه ورځ به مالِک خُدائ د خپلې زورَورې او کلکې تُورې نه کار واخلى چې هغه تښتېدونکې بلا له يعنې تاوېدونکې راتاوېدونکې بلا له سزا ورکړى او وې ووژنى کومه چې په سمندر کښې اوسيږى.
لکه څنګه چې تا وليدل چې د هغې د پښو او ګوتو څۀ حِصه د اوسپنې او څۀ حِصه د پخې خاورې نه جوړه وه نو دا به جدا شوے بادشاهت وى، خو بيا به هم په کښې څۀ نا څۀ د اوسپنې زور پاتې وى، څنګه چې تا اوسپنه خاورې سره يوځائ وليدله.
هغه لس ښکرونه لس بادشاهان دى څوک چې به د دې بادشاهۍ نه راشى. د دوئ نه وروستو به يو بل بادشاه پېدا شى، هغه به د مخکښېنو نه مختلف وى، هغه به درې بادشاهان ختم کړى.
بيا ما د سمندر نه يوه بلا په راوتو وليده. د هغې لس ښکرونه او اووۀ سرونه وُو، او د هغې په ښکرونو لس واړه تاجونه وُو او د دې په هر سر د کُفر جدا جدا نومونه وُو.
هغوئ د اژدها عبادت وکړو ځکه چې هغې خپل اختيار بلا ته ورکړو، هغوئ د بلا عبادت هم وکړو او دا يې ووئيل چې، ”څوک د دې بلا په شان زورَوره ده، او څوک د دې خلاف جنګ کولے شى؟“