16 خو زمکې د ښځې مدد وکړو، او د اژدها د خولې هغه سېلاب يې تېر کړو.
کارغانو به هغۀ له سحر او ماښام روټۍ او غوښه راوړه او هغۀ د ولې نه اوبۀ څښلې.
نو حِزائيل په څلوېښتو اوښانو باندې د دمشق ښۀ څيزونه بار کړل او اليشع له لاړو. کله چې حِزائيل ورسره مِلاو شو نو ورته يې ووئيل، ”ستا خِدمتګار بِنحدد بادشاه زۀ د دې تپوس دپاره رالېږلے يم چې هغه به د خپلې بيمارۍ نه ښۀ شى او کۀ نه.“
اے ړندو لارښودونکو، تاسو خو اوبۀ د ماشى دپاره چاڼ کوئ خو اوښ لواړ تېروئ.
بيا اژدها د خپلې خولې نه د اوبو يو سېلاب وبهيولو چې هغه ښځه لاهو کړى.
بيا اژدها هغه ښځې ته غصه شوه او د هغې د نور نسل سره د جنګ دپاره لاړه، دا هغه خلق دى چې د خُدائ پاک حُکمونه منى او د عيسىٰ په ګواهۍ ټينګ ولاړ دى.