Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 12:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 خو ښځې ته د لوئ باز دوه وزرونه ورکړے شول نو چې هغه په بيابان کښې د اژدها نه خپل هغه ځائ ته والوځى چرته چې به تر درې نيم کالو پورې د هغې خيال وساتلے شى او محفوظه وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 12:14
10 Iomraidhean Croise  

کاش چې زما د ګوګوشتکو په شان وزرې وے، زۀ به په هوا کښې الوتلے او په آرام به وے.


”تاسو په خپله هغه څۀ وليدل چې ما د مِصريانو سره وکړل او تاسو مې داسې بوتلئ لکه چې باز خپل بچى په وزرو کښې اوړى او دلته مې خپل ځان له راوستلئ.


خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى. هغوئ به داسې اوچت الوځى لکه چې د باز وزر ورته لګېدلى وى، هغوئ به منډه وهى او نۀ به ستړى کيږى، هغوئ به پېدل ګرځى او نۀ به ستومانه کيږى.


د کتان د جامو والا سړى څوک چې د اوبو دپاسه وو هغۀ خپل دواړه لاسونه آسمان ته اوچت کړل او ما واورېدل چې هغۀ د ژوندى خُدائ پاک په نوم قسم وخوړو او وې فرمائيل، ”دا به د درې نيمو کالو پورې وى. کله چې په مقدسو خلقو ظلم ختم شى نو بيا به دا هر څۀ سر ته ورسيږى.“


هغه به د خُدائ تعالىٰ خلاف خبرې کوى او د هغۀ په مقدسينو به ظلم وکړى، شريعت او د اخترونو مقرر وخت د بدلولو کوشش به وکړى. مقدسين به هغۀ ته د درې نيمو کالو دپاره حواله شى.


بيا فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا به تر دوه زره او درې سوه ماښامونو او سحرونو پورې وخت واخلى، او د هغې نه وروستو به د مالِک خُدائ کور دوباره مقدس کړے شى.“


او ښځه بيابان ته وتښتېدله چرته چې د هغې د ساتنې دپاره خُدائ پاک ځائ تيار کړے وو چې هلته به د هغې د دولسو سوو شپېتو ورځو پورې حفاظت کيږى.


روحُ القُدس په ما غلبه وکړه او بيا فرښتې زۀ بيابان ته بوتلم. هلته ما يوه ښځه وليده چې په يوې سرې بلا سوره وه. چې د هغې په ټول بدن کُفر ليکلے وو او اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan