Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 12:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 بيا ما په آسمان کښې يو اوچت آواز واورېدو چې داسې يې وئيل چې، ”اوس خلاصون، قُدرت او زمونږ د خُدائ پاک بادشاهى او د هغۀ د مسيح اختيار راغلے دے، ځکه چې زمونږ په وروڼو اِلزام لګوونکى چې شپه او ورځ زمونږ د خُدائ پاک په مخکښې په هغوئ اِلزام لګوى، نو هغه د آسمان نه سر د لاندې راغورزولے شوى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 12:10
24 Iomraidhean Croise  

تۀ لوئ او طاقتور، د شان او شوکت والا او عزتمند يې. په زمکه او آسمان کښې هر څۀ ستا دى او اے مالِک خُدايه، تۀ په هر څۀ باندې عظيم بادشاه او حکمران يې.


خو کۀ تۀ اوس د هغۀ نه هغه هر څۀ واخلې نو هغه به ستا په حضور کښې په تا لعنت ووائى.“


بيا شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”آو، خو ايُوب په څۀ وجه د خُدائ پاک نه يريږى؟


خو کۀ د هغۀ په بدن باندې تکليف راولې، نو هغه به ستا په حضور کښې په تا لعنت ووائى.“


ځکه چې مالِک خُدائ بادشاه دے او د هغۀ په قومونو حکومت دے.


اے پاکه خُدايه، ستا تخت، به تر ابده پاتې وى، د اِنصاف امسا به ستا د بادشاهۍ امسا وى.


د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستا وينا ده، خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د نن نه پس به تاسو اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“


بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.


ستا بادشاهى دې راشى، ستا مرضى دې په زمکه هم پوره شى څنګه چې په آسمان کښې پوره کيږى.


عيسىٰ جواب ورکړو، ”هر کله چې تاسو دُعا کوئ نو داسې وايئ، اے پلاره، ستا نوم دې پاک وى او ستا بادشاهى دې راشى.


شمعونه، اے شمعونه، وګوره، خبردار شه. شېطان غواړى چې هغه تاسو لکه د غنمو د دانو وڅنډى.


کله چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ په نوم راجمع شئ او زۀ تاسو سره په روح کښې موجود يم، او چې زمونږ د مالِک عيسىٰ قدرت هم راسره موجود وى،


خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى.“ نو زۀ به په خوشحالۍ په خپلو کمزورتياو فخر وکړم نو چې د مسيح قوت په ما کښې پاتې شى.


هم دغه شان زړو ښځو ته ووايئ چې حياداره دروند چال چلن دې کوى، هغوئ دې نۀ غېبت کوى او نۀ دې شرابى وى، هغوئ دې نورو ته د ښو خبرو تعليم ورکوى،


تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى.


بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“


هر هغه څوک چې کامياب شى او هغه چې زما د وينا په مطابق تر آخره عمل کوى نو زۀ به ورله په قومونو اختيار ورکوم.


او په زوره يې دا چغې وهلې چې، ”خلاصون زمونږ د خُدائ پاک دے څوک چې په تخت ناست دے، او د ګډُورى دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan