1 نو بيا په آسمان کښې يوه لويه نښه ښکاره شوه چې يوه ښځه وه چې نمر يې لکه د جامو اغوستے وو او سپوږمۍ د هغې د پښو لاندې وه او د هغې په سر د دولسو ستورو تاج وو.
او چې کله د بابل سفير د هغه عجيبه واقعې د معلومولو دپاره راغلو چې کومه په هغه مُلک کښې شوې وه، نو خُدائ پاک حزقياه د دې دپاره يواځې پرېښودو چې د هغۀ نېت معلوم کړى.
هغۀ خپل ځان نه نُور لکه د جامو راتاو کړے دے، هغۀ آسمانونه لکه د پړدې په شان غوړولې دى
خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے. ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى، هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى د کومو خلقو لارې چې بېداغه وى.
”دا څوک ده چې لکه د سحر د رڼا په شان راوچتيږينه، لکه د سپوږمۍ په شان ښائسته، او د نمر په شان ځليږينه، او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.“
زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.
نو تۀ به د مالِک خُدائ په لاس کښې د شاندار تاج په شان يې او د خپل خُدائ پاک په لاس کښې به د شاهى پټکى په شان يې.
مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په هغه ورځ د خپلو خلقو د شپونکى په توګه بچ کړى. هغوئ به د هغۀ په مُلک کښې لکه د تاج د قيمتى کاڼو په شان ځليږى.
خو ستاسو دپاره څوک چې زما د نوم عزت کوى، صداقت او شفا به لکه د نمر په تاسو وځليږى. او تاسو به بهر لاړ شئ او د هغه سخو په شان به ټوپونه وهئ چې د غوجل نه آزاد شوى وى.
ځينې د شرعې عالمانو او فريسيانو ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ غواړُو چې تۀ مونږ ته د نښې په توګه معجزه وښائې.“
بيا به په آسمان کښې د اِبن آدم د راتلو نښه ښکاره شى، د دُنيا ټول قومونه به ژړا انګولا کوى او هغوئ به اِبن آدم ووينى چې د آسمان په وريځو کښې به د قدرت او د ډيرې لويئ سره راځى.
ستورى به د آسمان نه راپرېوځى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى.
لوئې لوئې زلزلې او قحطونه، وباګانې به ځائ په ځائ راځى او په آسمان کښې به هيبتناکې او لوئې نښې ښکاره کيږى.
په نمر، سپوږمۍ او په ستورو کښې به خاص نښې ښکاره شى. د سمندر د شور او چپو نه به په زمکه ټول قومونه پرېشانه وى.
ناوې د وادۀ د زلمى وى او د وادۀ د زلمى دوست څوک چې ورسره نزدې ولاړ وى نو هغه چې کله د هغۀ خبرې اورى، نو د زلمى په آواز اورېدو ډېر خوشحاليږى. نو دغه شان زما خوشحالى هم پوره کيږى.
او زۀ به په آسمانونو او زمکه کښې حېرانونکى نښې يعنې وينه، اور او د لوګى برجۍ ښکاره کړم.
بلکې د دې په ځائ د مالِک عيسىٰ مسيح جامې په تن کړئ او د نفس د خواهشاتو دپاره تدبيرونه مۀ جوړَوئ.
لار دا ده چې عيسىٰ مسيح باندې ايمان راوړلو سره خُدائ پاک مونږ صادقان جوړوى، دا لار د ټولو دپاره ده، په هيچا کښې هم فرق نشته.
زۀ ستاسو دپاره د خُدائ پاک په شان غېرت محسوسوم، ځکه چې ما يو خاوند سره ستاسو د وادۀ کولو او مسيح ته تاسو د يوې پاکې پېغلې په شان د حاضرولو وعده کړې ده.
تاسو څومره چې په مسيح کښې بپتسمه شوى يئ، د مسيح جامې مو اغوستې دى.
خو هغه بله ښځه ساره د آسمانى يروشلم په شان ده، هغه آزاده ښځه ده، او هغه زمونږ مور ده.
خو خُدائ دې نۀ کړى چې زۀ بې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د سولۍ نه په بل څۀ فخر وکړم، د چا د صليب په وجه دُنيا زما دپاره په سولۍ شوه او زۀ د دُنيا دپاره په سولۍ شوم.
دا يو لوئ راز دے خو زۀ يې د مسيح او جماعت په حقله وايم.
تا چې زما په ښى لاس کښې اووۀ ستورى ليدلى دى او هغه اووۀ د سرو زرو ډيوټونه، د هغې راز دا دے چې اووۀ ستورى د اوو جماعتونو فرښتې دى او دا اووۀ ډيوټونه اووۀ جماعتونه دى.“
نو بيا په آسمان کښې د خُدائ پاک کور پرانستے شو او په هغه کور کښې د هغۀ د لوظ صندوق ښکاره شو، او بيا د برېښنا شُغلې، د تندر ګړزار، زلزله او د ږلۍ يو لوئ طوفان راغلو.
بيا يوه بله نښه په آسمان کښې ښکاره شوه چې يوه لويه سره اژدها وه چې اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې وُو او په سرونو يې اووۀ واړه تاجونه وُو.
بيا ما په آسمان کښې بله يوه لويه او عجيبه نښه وليدله. اووۀ فرښتې وې چې ورسره د ټولو نه آخرى اووۀ افتونه وُو، ځکه چې په دې افتونو سره د خُدائ پاک قهر سوړ شو.
د ښار د دېوال دولس بنيادونه وُو او په هغې د ګډُورى د دولسو رسولانو نومونه وُو.
او ښار ته د نمر يا د سپوږمۍ د رڼا حاجت نشته ځکه چې د خُدائ پاک جلال دا روښانه کوى او ګډورے د دې ډيوه ده.