Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 11:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 هغوئ سره به دا اختيار وى چې آسمان بند کړى چې د دوئ د پېشګويۍ په دور کښې به بيا باران ونۀ شى، او په اوبو د دوئ دا اختيار هم شته چې وينې ترې جوړې کړى او چې څومره غواړى دومره افتونه په زمکه راولى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 11:6
11 Iomraidhean Croise  

په جِلعاد کښې د تِشبى يو پېغمبر وو چې نوم يې الياس وو. هغۀ اخى‌اب بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ يعنې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت کوونکے يم، او زۀ د هغۀ په نوم قسم خورم چې ترڅو زۀ ونۀ وايم نو په راتلونکو کالونو کښې به باران نۀ کيږى. او پرخه قدرې به هم ونۀ شى.“


خو زۀ تاسو ته وايم چې د الياس په ورځو کښې په بنى اِسرائيلو کښې ډيرې ضرورتمندې کونډې وې ځکه چې د درې نيمو کالو راسې باران نۀ وو شوے او په ټول مُلک باندې سخت قحط راغلے وو.


او زۀ به خپل دوه ګواهان د ټاټ جامې اغوستې د پېشګويۍ دپاره مقرر کړم او دوئ به تر دولس سوه شپېتو ورځو پورې نبوت کوى.“


او دوېمې فرښتې خپل جام په سمندر کښې توئ کړو او د هغې اوبۀ د مړى د وينې په شان شوې او په سمندر کښې هر ژوندے څيز مړ شو.


او درېمې فرښتې خپل جام په دريابونو او په چينو کښې توئ کړو او وينې شول.


بيا کله چې دوېمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو لکه يو لوئ غر چې اور پرې بل وى، سمندر ته وغورزولے شو او د سمندر درېمه حِصه وينه شوه،


زمونږ مدد وکړه، مونږ به د هغه طاقتورو معبودانو نه څوک بچ کړى؟ دا هغه معبودان دى چا چې په صحرا کښې مِصريان هلاک کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan