Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 11:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 بيا هغه څليريشت مشران چې د خُدائ پاک د وړاندې په خپلو تختُونو ناست وُو، هغوئ پړمخې په سجده پرېوتل او د خُدائ پاک عبادت يې وکړو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 11:16
7 Iomraidhean Croise  

عيسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم، هر کله چې د قيامت په ورځ اِبن آدم د خپلې لويئ په تخت کښېنى نو تاسو چې ما پسې روان شوى يئ به هم ما سره په دولسو تختونو کښېنئ او تاسو به د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو قاضيان شئ.


او هغه څليريشت مشران او څلور جاندار خُدائ پاک ته په سجده شول څوک چې په تخت ناست دے او هغوئ هم چغې کړې چې، ”آمين، ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ.“


نو هغه څليريشت مشران هغۀ ته په سجده پرېوځى او عبادت يې کوى څوک چې په تخت ناست دے، او چې تل تر تله ژوندے دے، نو هغوئ خپل تاجونه د تخت په وړاندې هغۀ ته ږدى او وائى چې،


او د تخت نه ګېرچاپېره څليريشت نور تختونه وُو او په هغوئ څليريشت مشران ناست وُو چې سپينې جامې يې اغوستې وې او د سرو زرو تاجونه يې په سر وُو.


او څلور واړو جاندارو پرې، ”آمين“ ووې او مشران د عبادت دپاره په سجده پرېوتل.


او د تخت نه او د مشرانو او څلورو جاندارو نه چې ګېرچاپېره څومره فرښتې ولاړې وې هغه ټولې فرښتې د تخت په وړاندې پړمخې پرېوتلې او د خُدائ پاک عبادت يې وکړو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan