14 دوېم افسوس تېر شو خو ګورئ درېم زر راتلونکے دے.
بيا ما په آسمان کښې بله يوه لويه او عجيبه نښه وليدله. اووۀ فرښتې وې چې ورسره د ټولو نه آخرى اووۀ افتونه وُو، ځکه چې په دې افتونو سره د خُدائ پاک قهر سوړ شو.
بيا ما وليدل چې يو باز په آسمان کښې بره والوتو او په اوچت آواز يې دا نعرې وهلې چې، ”افسوس، افسوس، افسوس، د زمکې په اوسېدونکو باندې، ځکه چې هغه درې نورې پاتې فرښتې به هم اوس خپل بيګل غږوى.“
اولنے افسوس تېر شو خو دوه نور لا راتلونکى دى.