7 په هغه ورځو چې کله اوومه فرښته خپل بيګل وغږوى نو د خُدائ پاک پټ رازونه به پوره شى څنګه چې هغۀ خپلو خادِمانو نبيانو ته فرمائيلى وُو.“
يقيناً چې قادر مطلق خُدائ هيڅ نۀ کوى ترڅو چې خپله منصوبه خِدمت کوونکو پېغمبرانو ته څرګنده نۀ کړى.
د دُنيا د هر څۀ د بيا نوې کېدو وخت پورې هغه به په آسمان کښې پاتې وى څنګه چې خُدائ پاک د ډېر وړاندې نه د مقدسو نبيانو په وسيله وعده کړې ده.
زما وروڼو او خوېندو، دا ځکه چې دلته يو پټ حقيقت دے او زۀ غواړم چې تاسو پرې پوهه شئ، د دې دپاره چې تاسو ځان بېځايه عقلمند ونۀ ګڼئ، او هغه دا دے چې د بنى اِسرائيل يوه برخه به تر هغې سخته وى ترڅو چې غېريهوديانو پوره پوره په دې کښې داخل نۀ شى.
اوس دې ټوله لوئى خُدائ پاک ته وى. څوک چې تاسو په ايمان کښې مضبوطولے شى، زما زيرے د عيسىٰ مسيح په حقله چې تاسو ته بيان کوم د هغه کشف په مطابق کوم راز چې د ډيرې مودې نه پټ ساتلے شوے وو،
بيا ما د آسمان په مينځ کښې بله فرښته په الوتو وليدله چې د زمکې هر قوم، خيل، ژبې او خلقو له يې د تل زيرے ورکولو.
ځکه چې خُدائ پاک د خپل مقصد د پوره کولو دپاره د دوئ په زړُونو کښې دا خبره اچولې ده چې دوئ په يو زړۀ سره بلا ته د خپلې بادشاهۍ اختيار ورکړى، ترڅو چې د خُدائ پاک کلام د دوئ په حقله پوره شى.