2 او د هغې په لاس کښې يو ورکوټے پرانستلے شوے طومار وو. هغې ښۍ پښه په سمندر کښې کېښوده او ګسه پښه يې په زمکه اېښې وه.
زما نه وکړه سوال، زۀ به درکړم ټول قومونه، زۀ ميراث کښې تا له در به کړم د دُنيا ټول جائيدادونه.
تا زمونږ دُعا داسې قبوله کړه چې تا زمونږ دپاره د صداقت حېرانونکې کارونه کړى دى، اے زمونږ خلاصونکيه زمونږ پاکه خُدايه. د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې، او تر لرې سمندرونو پورې تۀ د هر چا اُميد يې.
نو بيا به د نمرپرېواتۀ په طرف خلق د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى او نمرخاتۀ په طرف خلق به د هغۀ د نوم جلال بيانوى. ځکه چې هغه به د يو تېز سېلاب په شان په هغوئ راشى لکه چې د مالِک خُدائ باد راروان کړے وى.
بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.
بيا هغه فرښته کومه چې ما په سمندر او په زمکه ولاړه ليدلې وه هغې خپل ښے لاس آسمان طرف ته اوچت کړو.
بيا ما وليدل چې هغه ګډُورى په اوو مهرونو کښې يو مهر مات کړو او ما د څلورو جاندارو نه په يو کښې د تندر په شان دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“
کله چې ګډورى دوېم مهر مات کړو نو ما واورېدل چې دوېم جاندار وائى چې، ”راشه.“