10 نو ما هغه ورکوټے طومار د فرښتې د لاس نه واخستو او ومې خوړلو. دا زما په خولۀ لکه د شاتو خوږ ولګېدو خو چې مې تېر کړو نو زما خېټه يې ترخه کړه.
زما خيالونه او سوچونه دې هغه خوشحاله کړى، لکه چې زۀ په مالِک خُدائ کښې خوشحالى کوم.
ستا کلام زما دپاره څومره خوږ دے زما د خولې دپاره د شاتو نه ډېر خوږ دے
خواهش يې د زرو نه زيات دے، د سوچه زرو نه هم زيات دے، دا د شاتو نه هم ډېر خوږ دے، د هغه شاتو نه چې د ګبين نه راڅاڅى.
نرمې خبرې د شاتو د ګبين په شان وى، د ځان دپاره خوږې او د هډوکو دپاره درمان وى.
کوم طومار چې هغۀ زما په وړاندې کولاو کړو، د هغې په دواړو خواو کښې د ماتم، غم او افسوس خبرې ليکلې وې.
نو بيا زۀ روح اوچت کړم او د هغه ځائ نه يې ځان سره بوتلم، زۀ ورسره په تريخ مزاج او غصې سره لاړم، خو د مالِک خُدائ زورَور لاس په ما باندې وو.
نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، زۀ چې کوم طومار تا له درکوم دا وخوره او خپله خېټه پرې مړه کړه.“ نو بيا ما هغه وخوړو، او هغې زما په خولۀ کښې لکه د شاتو په شان خوږ خوند کولو.
بيا ما ته ووئيلے شُو چې، ”دا ضرورى دى چې تۀ د ډېرو خلقو او قومونو او ژبو او بادشاهانو په حقله پېشګوئې وکړې.“
نو زۀ هغې فرښتې له لاړم او ورته مې ووئيل چې، ”ما ته هغه پرانستلے شوے ورکوټے طومار راکړه.“ نو هغې ما ته ووئيل چې، ”دا واخله او وې خوره، دا به ستا خېټه ترخه کړى خو ستا په خولۀ کښې به لکه د شاتو خوږ وى.“