مکاشفه 1:9 - Pakistani Yousafzai Pashto9 زۀ ستاسو ورور يوحنا، په تنګسيا، په بادشاهۍ او په صبر کښې تاسو سره خپل عيسىٰ کښې شريک يم. زۀ د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ په حقله د ګواهۍ ورکولو په وجه پتموس نومې جزيره ته جلاوطن کړے شوم. Faic an caibideil |
بيا ما يو څو تختونه وليدل او هغه خلق پرې ناست وُو چا ته چې د عدالت اختيار ورکړے شوے وو. ما د هغه خلقو روحونه وليدل چې سرونه يې د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ د شهادت په وجه پرې کړے شوى وُو، او هغه خلق چا چې بلا يا د هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړې او نۀ يې په لاس يا تندى د هغۀ نښه لګولې وه. هغوئ بيا راژوندى شول او د مسيح سره يې تر زرو کالو بادشاهى وکړه.