Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 1:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 ګورئ، هغه په وريځو کښې راروان دے، هره سترګه به هغه ووينى، او هغوئ هم چا چې هغه ژوبل کړے وو، او د دُنيا ټول خلق به په هغۀ وير کوى. بې‌شکه دا به دغه شان وى. آمين.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 1:7
36 Iomraidhean Croise  

بيا هغه خُدائ پاک ته سوال وکړى او سوال يې قبول شى، هغه په خوشحالۍ سره د خُدائ پاک حضور ته راشى، او هغه يې بيا يو نېک سړے جوړ کړى.


د سپو په شان دشمنانو راګېر کړے يم، د بدکارانو قبيلې راګېر کړے يم، دوئ ‎په پښو لاسو زخمى کړے يم.


پاکه خُدايه راپاڅه، او خپل دشمنان دې خوارۀ وارۀ کړه، څوک چې تا نه نفرت کوى هغوئ تالا والا کړه.


او درنې وريځې او تيارې ترې نه راتاوې دى، اِنصاف او صداقت دواړه د هغۀ د تخت بنيادونه دى.


دا پېغام د مِصر په حقله دے. ګورئ، مالِک خُدائ مِصر ته د تېزې وريځې دپاسه راروان دے. د مِصريانو بُتان د هغۀ په وړاندې لړزيږى او د مِصر خلق خپله حوصله بائيلى.


نو په هم هغه شپه کښې ما په خپله رويا کښې وليدل، چې هلته زما په وړاندې يو کس لکه د اِبن آدم په شان وو، چې د آسمان د وريځو سره راروان وو. او هغه ازلى ذات ته ورورسېدو او د هغۀ حضور ته حاضر کړے شو.


مالِک خُدائ په مزه غصه کيږى، خو هغه ډېر طاقتور هم دے، مالِک خُدائ به مجرم بغېر د سزا پرې نۀ ږدى. د هغۀ لاره په تېزه هوا او طوفان کښې ده، او وريځې د هغۀ د پښو دوړې دى.


زۀ به د داؤد په اولاد او څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى د فضل او دُعا روح نازل کړم. هغوئ به ما ته ګورى، هغه چا ته چې دوئ په نېزه وهلے دے، او هغوئ به د هغۀ دپاره داسې ماتم وکړى لکه چې څوک په خپل ايکې يو ماشوم ماتم کوى، او ډېر سخت به خفه شى لکه د چا چې اولنے زوئ مړ شوے وى.


په هغه ورځ به په يروشلم کښې لوئ وير وى، داسې لکه د هددرمون وير چې د مِجدو په مېدان کښې وو.


زۀ راتلونکے وخت وينم، زۀ د بنى اِسرائيلو قوم وينم. د روښانه ستورى په شان، په دې قوم کښې به يو بادشاه پېدا شى. دا ستورے به د بنى اِسرائيلو نه راشى. هغه به د موآب مشران هلاک کړى او هغه به د شيث ټول اولاد تباه کړى.


ځکه چې اِبن آدم به د خپل پلار په لويئ کښې د خپلو فرښتو سره راځى او بيا به هغه هر چا ته د خپل عمل بدله ورکوى.


زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې تر هغې به نۀ مرى ترڅو چې هغوئ اِبن آدم خپلې بادشاهۍ ته په راتلو ونۀ وينى.“


بيا به په آسمان کښې د اِبن آدم د راتلو نښه ښکاره شى، د دُنيا ټول قومونه به ژړا انګولا کوى او هغوئ به اِبن آدم ووينى چې د آسمان په وريځو کښې به د قدرت او د ډيرې لويئ سره راځى.


هر کله چې اِبن آدم په پوره شان سره راشى او ټولې فرښتې ورسره وى، هغه به بيا په لويئ سره په خپل آسمانى تخت کښېنى.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستا وينا ده، خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د نن نه پس به تاسو اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“


بيا به هغوئ ووينى چې اِبن آدم به په وريځو کښې په لوئ قدرت او ډېر شان او شوکت سره راځى.


عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ يم، او تاسو به اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته سره د اختيار ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“


بيا به هغوئ دا ووينى چې اِبن آدم به په وريځو کښې په ډېر شان او شوکت سره راروان وى.


خو د دې باوجود يو سپاهى د هغۀ پوښتۍ په نېزه ووهله او سمدستى ترې د وينو او اوبو دارې روانې شوې.


او بيا په يو بل آيت کښې راغلى دى چې، ”هغوئ به هغه سړى ته ګورى چې په نېزه يې سورے کړو.“


او چې د آسمان نه د هغۀ د زوئ د راتلو اِنتظار وکړئ څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے دے يعنې عيسىٰ، څوک چې به مونږ د راتلونکى غضب نه بچ کوى.


او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو.


نو تاسو سوچ وکړئ چې هغوئ به د څومره زياتې سزا لائق وګرځى چا چې د خُدائ پاک زوئ سپک ګڼلے وى، او د لوظ وينه چې هغوئ پرې پاک شوى وُو د هغې بې‌حرمتى کړى وى، او د فضل د روح بې‌عزتى يې کړى وى؟


او څوک چې د خُدائ پاک نه واوړى نو دا ناممکنه ده چې څوک هغوئ بيا توبه ويستلو ته راواړوى نو ځکه چې هغوئ په خپله د خُدائ پاک زوئ په دوېم ځل په سولۍ کوى او په خلقو کښې يې شرموى.


ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.


حنوک هم چې د آدم نه په اوومه پيړۍ کښې وو، د دوئ په باب کښې پېشګوئې وکړه او وئ فرمائيل چې، ”ګورئ، مالِک د خپلو زرګونو فرښتو سره راروان دے


څوک چې د دې خبرو ګواهى ورکوى هغه وائى چې، ”آو، زۀ زر درځم.“ آمين، مالِک عيسىٰ، راشه.


هغوئ به د هغۀ مخ وينى او د هغۀ نوم به د هغوئ په تندو ليکلے وى.


مالِکه خُدايه، ستا ټول دشمنان دې هم داسې مړۀ شى، خو ستا دوستان دې د خپل ټول زور سره د ختونکى نمر په شان وځليږى.“ او څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan