14 د هغۀ د سر وېښتۀ لکه د سپينې وړۍ او يا واورې په شان سپين وُو او د هغۀ سترګې د اور د شغلو په شان وې.
د هغۀ بدن د ايکوامرين کاڼى په شان وو، د هغۀ مخ لکه د برېښنا په شان ځلېدو، د هغۀ سترګې لکه د مشعلونو په شان بلېدلې، د هغۀ لاسونه او پښې لکه د زېړو په شان ځلېدل، او د هغۀ آواز لکه د لوئ ګڼې د شور په شان وو.
کله چې ما ورته کتل نو تختونه په خپل ځائ باندې ولګولے شُو، او ازلى ذات په خپل تخت کښېناستو. د هغۀ جامې لکه د واورې په شان سپينې وې، او د هغۀ د سر وېښتۀ لکه د سپينې وړۍ په شان وُو. او هغه د اور په تخت باندې کښېناستو او د پايو نه يې د اور شُغلې ختلې.
مخ يې د برېښنا په شان ځلېدو او جامې يې لکه د واورو په شان سپينې وې.
او د هغۀ سترګې د اور د شغلو په شان دى او په سر يې ډېر تاجونه دى. په هغې يو نوم ليکلے شوے دے چې بې له دۀ نه پرې نور هيڅوک نۀ پوهيږى.
د تواتيره د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه چې د خُدائ پاک زوئ داسې فرمائى د چا سترګې چې د اور د شغلو په شان دى او چې پښې يې د زېړو په شان ځليږى،