9 د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک لوئى بيان کړئ، په مقدس غر باندې د هغۀ عبادت وکړئ، ځکه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مقدس دے.
”راځئ چې مونږه د هغۀ د اوسېدو ځائ ته لاړ شُو، راځئ چې د هغۀ د پښو چوکۍ په وړاندې هغۀ ته سجده وکړُو.“
مالِک خُدائ فرمائى، ”ما مقرر کړے دے په خپل مقدس غر، ما دے په صيون کښې خپل بادشاه کړو مقرر.“
هغوئ دې ستا د لوئ او هيبتناک نوم ثناء صِفت وکړى، ځکه چې ستا نوم پاک دے،
مالِک خُدائ، زمونږ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، او د هغۀ د تخت د وړاندې عبادت وکړئ، ځکه چې هغه مقدس دے.
خو مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپلې لويئ اظهار د هغه کار په کولو سره کوى چې کوم د اِنصاف وى او د خُدائ پاک راستى به د هغۀ د پاکوالى څرګندونه کوى.
زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.
هغوئ يو بل ته نعرې وهلې، ”مقدس، مقدس. مالِک خُدائ ربُ الافواج مقدس دے. د هغۀ د جلال نه دُنيا ډکه ده.“
اے مالِکه خُدايه، آيا تۀ د ازل نه موجود نۀ يې؟ زما پاکه خُدايه، زما مقدس ذاته، مونږ به نۀ مرو. اے مالِکه خُدايه، تا هغوئ منتخب کړل چې حساب وکړى، اے ګټه، تا هغوئ مقرر کړل چې سزا ورکړى.
ځکه هغۀ زما دپاره دومره لوئ کارونه کړى دى. د هغۀ نوم پاک دے.
د فيلدِلفيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، هغه څوک چې قُدوس او رښتينے دے داسې فرمائى چې ورسره د داؤد چابى ده او هغه چې دروازه کولاو کړى نو څوک به يې هم بنده نۀ کړى او چې هغه دروازه بنده کړى نو څوک به يې هم کولاو نۀ کړى، هغه داسې وائى چې
دې څلورو جاندارو چې د هر يو شپږ وزرې وې او هر طرف ته يې سترګې وې، شپه او ورځ بغېر د دمې يې دا ثنا وئيله، ”قُدوس، قُدوس، قُدوس، قادر مطلق خُدائ پاک، هغه چې وو، چې دے، او چې راتلونکے دے.“
د مالِک خُدائ په شان هيڅ څوک مقدس نشته، د هغۀ په شان بل څوک نشته، زمونږ د خُدائ پاک په شان حِفاظت کوونکے نشته.