7 هغۀ دوئ سره د وريځې د ستنې نه خبرې وکړې، هغوئ هغه ټول حُکمونه او قانون منلو کوم چې دوئ ته ورکړے شوى وُو.
هغۀ تيارۀ راولېږله او مُلک يې ټول تورتم کړلو، خو ولې دوئ د هغۀ د کلام مخالفت وکړلو.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به په تکه توره وريځ کښې تا له راشم، چې کومې خبرې زۀ تا سره کوم نو خلق به زما خبرې واورى نو داسې به هغوئ د همېشه دپاره په تا يقين کوى.“ چې خلقو کوم جواب ورکړے وو نو موسىٰ هغه مالِک خُدائ ته ووئيلو،
څنګه چې به موسىٰ دننه تلو نو د وريځې ستن به لاندې راتله او د خېمې د دروازې په خولۀ کښې به ودرېدله او مالِک خُدائ به د وريځې نه د موسىٰ سره خبرې کولې.
موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
خُدائ پاک د هغه چا د دُعا نه نفرت کوى څوک چې د شريعت نه مخ اړوى.
او مالِک خُدائ د وريځې په ستن کښې لاندې راغلو، د خېمې په دروازه کښې ودرېدلو او هارون او مريم يې راوغوښتل. هغوئ دواړه وروړاندې شول،
موسىٰ ډېر غصه شو او مالِک خُدائ ته يې وفرمائيل، ”د دوئ نذرانې مۀ قبلوه. ما دوئ يو له هم څۀ تکليف نۀ دے ورکړے، او ما د دوئ نه چرته يو خر هم نۀ دے بوتلے.“
هغوئ تا ته د مور پلار، وروڼو او بچو نه هم زياته وفادارى وښودله. هغوئ ستا حُکمونه ومنل او هغوئ ستا د لوظ وفادار وُو.
ما تاسو ته هغه ټول قانون ښودلے دے، کوم چې مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما ته ښودلے دے چې تاسو هغه قانون په هغه مُلک کښې پوره کړئ چې د قبضه کولو دپاره ورباندې حمله کوئ.
هغه د هغه خُدائ پاک وفادار شو چا چې هغه منتخب کړے وو او لکه څنګه چې موسىٰ د خُدائ پاک په ټول کور کښې وفادار وو.