6 موسىٰ او هارون د هغۀ اِمامان وُو، سموئيل هم د دوئ سره شامل وو چې د مالِک خُدائ نوم به يې يادولو. هغوئ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، او هغۀ يې سوال قبول کړو.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ ولې ما ته ژاړې؟ بنى اِسرائيلو ته ووايه چې وړاندې لاړ شى.
موسىٰ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته د لرګى يوه ټُکړه وښودله، هغۀ دا اوبو ته وغورزوله او اوبۀ خوږې شوې. مالِک خُدائ هلته د هغوئ دپاره حُکمونه او يو قانون جوړ کړو او هلته يې په هغوئ آزمېښت وکړو.
نو موسىٰ مالِک خُدائ ته مِنت زارى وکړه او وې فرمائيل، ”زۀ دې خلقو سره څۀ وکړم؟ دوئ خو زما سنګسارولو ته تيار دى.“
په ورپسې ورځ موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”تاسو يوه لويه ګناه کړې ده. خو زۀ به يو ځل بيا مالِک خُدائ له غرۀ ته وخېژم، کېدے شى چې زۀ ستاسو د ګناه کفاره ادا کړم.“
بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ چرې موسىٰ او سموئيل هم دلته ودرېدلى وے او ما ته يې د دې خلقو په حقله مِنت زارى کړے وے، نو زما زړۀ به دوئ ته مائل شوے نۀ وو. هغوئ زما د حضور نه وشړه، او پرېږده چې ځى.