9 ټول دې د مالِک خُدائ په حضور کښې سندرې ووائى، ځکه چې هغه د دُنيا عدالت دپاره راځى، هغه به په صداقت سره د دُنيا عدالت وکړى، او د ټولو خلقو به يو شان عدالت وکړى.
ټول قومونه دې ستا خوشحالى وکړى او د خوښې سندرې دې ووائى، ځکه چې تۀ د قومونو اِنصاف کوې او د دُنيا خلقو ته لارښودنه کوې،
ختم کړه ظلمونه د ظالم ختم کړه، آباد کړه صادقان صادقه خُدايه، د زړۀ منصوبې او فکرونه تۀ معلوموې.
هغه به په صداقت سره د خلقو عدالت وکړى، ستا د مظلومانو به په اِنصاف سره عدالت وکړى.
د مظلومانو دپاره مالِک خُدائ د امان ځائ دے، په وخت د مصيبت هغه مضبوط د پناه ځائ دے.
په ټولو قومونو کښې دا ووايئ چې، ”مالِک خُدائ بادشاهى کوى. د دُنيا بنيادونه يې مضبوط کړى دى دا به نۀ خوځيږى. او په اِنصاف سره به د خلقو فېصلې وکړى.“
دوئ به د مالِک خُدائ په وړاندې سندرې ووائى ځکه چې هغه راروان دے، هغه د دُنيا د عدالت دپاره راځى، هغه به په صداقت سره د دُنيا عدالت وکړى، او د خلقو عدالت به په خپل اِنصاف سره وکړى.
خو مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپلې لويئ اظهار د هغه کار په کولو سره کوى چې کوم د اِنصاف وى او د خُدائ پاک راستى به د هغۀ د پاکوالى څرګندونه کوى.
ځکه چې هغۀ يوه ورځ مقرره کړې ده په کومه چې به هغه د دُنيا عدالت په صداقت سره د يو سړى په وسيله وکړى کوم چې هغۀ غوره کړے دے، او ټولو ته د دې ثبوت ورکولو دپاره چې هغه څوک دے چې د مړو نه يې بيا راژوندے کړو.“
او څنګه چې هغۀ په صداقت او په نفس قابو ساتلو او د راتلونکى عدالت په حقله بيان شروع کړو نو فِليکس ويرېدو او وې وئيل چې، ”اوس لاړ شه. کله چې زۀ اوزګار شم نو بيا به دې راوغواړم.“
ګورئ، هغه په وريځو کښې راروان دے، هره سترګه به هغه ووينى، او هغوئ هم چا چې هغه ژوبل کړے وو، او د دُنيا ټول خلق به په هغۀ وير کوى. بېشکه دا به دغه شان وى. آمين.