6 د بيګل او د ګډورى د ښکر په آوازونو، زمونږ د بادشاه مالِک خُدائ په حضور کښې د خوشحالۍ نعرې ووهئ،
نو داسې ټول بنى اِسرائيليان د لوظ صندوق سره يروشلم ته روان وُو. او د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې، د بيګلو، ښکرو، چمټو او بينجو د موسيقۍ آوازونه وُو.
نو هغوئ د مالِک خُدائ په نوم په اوچت آواز سره قسم وکړو چې هغوئ به دا لوظ پوره کوى او بيا هغوئ چغه ووهله او بيګلې يې وغږولې.
حزقياه حُکم وکړو چې سوزېدونکې نذرانه دې پېش کړے شى، او چې څنګه د نذرانې پېش کېدل شروع شول، نو خلقو د مالِک خُدائ ثناء صِفت وئيل شروع کړل او موسيقارانو د بيګلو او نورو څيزونو غږول شروع کړل.
بيا به بادشاه د ښى لاس خلقو ته ووائى چې راځئ زما د پلار بختورو خلقو، د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ.
او د هغۀ په چُوغه او په پتُون دا نوم ليکلے دے چې، ”د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک.“