5 مالِک خُدائ ته د رباب ساز وغږوئ، او د رباب د ساز سره ورته سرودونه ووايئ،
داؤد د ليويانو مشرانو له حُکم ورکړو چې څۀ ليويانو ته يې سندرې وئيل، او په بينجو، رباب او په چمټو باندې خوندوره موسيقى غږول حواله کړى.
نو داسې ټول بنى اِسرائيليان د لوظ صندوق سره يروشلم ته روان وُو. او د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې، د بيګلو، ښکرو، چمټو او بينجو د موسيقۍ آوازونه وُو.
بادشاه په هغه اصُولو باندې عمل وکړو چې کوم مالِک خُدائ د بادشاه پېغمبر جاد او د ناتن پېغمبر په ذريعه داؤد بادشاه ته ښودلى وُو، هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د ربابونو او چمټو سره ليويان مقرر کړل،
په شُکر ګزارۍ سره د مالِک خُدائ حمد و ثناء ووايئ، او زمونږ خُدائ پاک ته په رباب سره ساز وغږوئ.
د بينجو د ساز سره د مالِک خُدائ ثناء خوان شئ، د رباب په لسو تارو ساز کښې د هغۀ ثناء خوان شئ.
زۀ به ستا ثناء صِفت د سريندې په ساز کښې کوم، ځکه چې تۀ په خپلو وعدو وفادار يې، زۀ به د رباب په نغمو کښې ستا صِفت کوم، اے د بنى اِسرائيلو مقدس خُدايه.
يقيناً چې مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى. او د هغې په ټولو کنډرو به ترس وکړى. د هغې صحرا به د باغِ عدن په شان ګلستان کړى، د هغې بنجره زمکه به د مالِک خُدائ د باغ په شان شى. هلته به خندا او خوشحالى وى، او د ثناء صِفت او د شکرانې حمدونه به وئيلے شى.
کله چې هغۀ طومار واخستو نو څلور جاندار او څليريشت مشران د هغه ګډُورى په وړاندې په سجده شول، او د هر يو سره يو ستار وو او ورسره د خوشبويۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وُو چې د مقدسينو دُعاګانې دى.