Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 98:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ، ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى، د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 98:1
39 Iomraidhean Croise  

زۀ به ستا او د ښځې په مينځ کښې دشمنى پېدا کړم، د هغې او ستا اولاد به همېشه دشمنان وى. هغه به ستا سر چخڼى کوى او تۀ به هغه په پونده چيچې.“


تۀ د خُدائ پاک په شان تکړه يې څۀ، ستا آواز د هغۀ د تندر د آواز په شان کېدے شى؟


کوم عجيبه کارونه چې هغۀ کړى دى هغه راپه ياد کړئ، او د هغۀ معجزې او اِنصاف ياد ساتئ.


د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چې صرف هغه لوئې معجزې کوى، د هغۀ مينه ابدى ده.


زۀ ستا ثناء صِفت کومه ځکه چې زما د بدن جوړښت عجيبه او ويرونکے دے، ستا کارونه عجيبه دى او زۀ په دې ښۀ پوهېږم.


د مالِک خُدائ ثناء صِفت بيان کړئ. مالِک خُدائ ته يو نوے سرود ووايئ، د هغۀ ثناء صِفت د هغۀ د مؤمنانو په ډله کښې بيان کړئ.


په نوې حمد د هغۀ ثناء صِفت ادا کړئ، په حکمت سره رباب ووهئ، او د خوشحالۍ دپاره چغې ووهئ.


ثناء صِفت دې مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته وى، څوک چې په يواځې ځان په خپله عجيبه کارونه کوى.


تۀ هغه خُدائ پاک يې چې معجزې کوى، تۀ خپل قدرت د قومونو په مينځ کښې ښکاره کوې.


تۀ لوئ يې او ښائسته کارونه کوې. يواځې هم تۀ خُدائ پاک يې.


صداقت او عدالت ستا د تخت بنياد دے. مينه او وفادارى ستا د وړاندې دى.


مالِک خُدائ ته يوه نوې سندره ووايئ، اے ټولې دُنيا مالِک خُدائ ته سرود ووايئ.


په قومونو کښې د هغۀ د جلال اعلان وکړه، د دُنيا په ټولو خلقو کښې د هغۀ د حېرانونکى کارونو غږ وکړئ.


اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.


مالِکه خُدايه، ستا په ښى لاس کښې د جلال نه ډک طاقت شته، مالِکه خُدايه، ستا ښے لاس دشمنان ټوټې ټوټې کوى.


مالِک خُدائ چې کوم لوئ لوئ کارونه کړى دى نو د هغې په وجه د هغۀ حمد‌و‌ثناء کوئ. او ټولې دُنيا ته دې د دې خبر ورسيږى.


مالِک خُدائ ته يو نوے حمد ووايئ، اے ټولې دُنيا، د هغۀ ثناء صِفت بيان کړئ. اے په سمندر کښې مسافرانو او د سمندر ټول مخلوقه، د هغۀ ثناء صِفت کوئ. اے لرې مُلکونو او په هغې کښې اوسېدونکو خلقو، د هغۀ حمد ووايئ.


مالِک خُدائ به د خپل مقدس طاقت نه کار واخلى، خُدائ پاک به خپل خلق بچ کړى، او ټول قومونه او ټوله دُنيا به په خپلو سترګو دا وګورى.


هغۀ وکتل چې هيڅوک هم نۀ وو، هغه حېران شو چې د خلاصى والا څوک هم نۀ وو چې د مظلوم مدد وکړى. خو بيا د هغۀ خپل لاس هغۀ له خلاصون ورکړو، او د هغۀ صداقت د هغۀ مدد کولو.


زۀ حېران شوم چې هيڅوک نۀ وو چې خلاصے يې کړے وے او د مظلومانو مدد يې کړے وے. نو زۀ پخپله وروړاندې شوم چې هغوئ د خپل مضبوط لاس سره بچ کړم. او زما غصې زما مدد وکړو.


اے زما بې‌وفا لورې، تۀ به ترڅو پورې سرګردانه ګرځې؟ مالِک خُدائ به يو نوے کار وکړى او هغه دا دے چې بنى اِسرائيل به خپل مالِک خُدائ ته غاړه ورکړى.“


ځکه هغۀ زما دپاره دومره لوئ کارونه کړى دى. د هغۀ نوم پاک دے.


ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“


دغه شان د مالِک کلام ډېر خور او مضبوط شو.


يهوديان او نوې يهوديان شوى دواړه، کريتيان او عرب، مونږ ټول اورو چې هغوئ د خُدائ پاک لوئ کارونه زمونږ په خپلو ژبو کښې بيانوى.“


دغه شان هغۀ د روحانى حاکمانو او د اختيار د خاوندانو نه وسلې واخستلې، او هغوئ يې په خلقو کښې رسوا کړل او د سولۍ په وسيله يې په هغوئ کاميابى حاصله کړه.


او هغوئ د تخت او د څلورو جاندارو او مشرانو په وړاندې يو نوے حمد وئيلو، او دا حمد بې د هغه يو لاک څلور څلوېښت زرو کسانو نه چې د زمکې نه په بيعه اخستے شوى وُو، او د دوئ نه بغېر بل هيچا نۀ شو زده کولے.


هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“


هر څوک چې کامياب شى هغه به ما سره په تخت کښېنى، لکه څنګه چې زۀ په خپله کامياب شوم او د خپل پلار سره د هغۀ په تخت کښېناستم.


او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.


نو ما وکتل چې هلته يو سپين آس ولاړ وو او د سوارۀ سره يې لينده وه. هغۀ ته تاج ورکړے شو او هغه د فاتح په حيث په آس سور لاړو چې فتح بيا مومى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan