9 ځکه تۀ، اے مالِکه خُدايه، په ټوله زمکه باندې د ټولو نه اوچت يې، او تۀ په ټولو معبودانو کښې د ټولو نه ښۀ او اوچت يې.
مالِکه خُدايه، ستا په شان هيڅ څوک هم نشته، مونږ هيڅکله دا نۀ دى اورېدلى چې ستا په شان بل خُدائ پاک شته.
زۀ پوهېږم چې مالِک خُدائ لوئ دے، زمونږ مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے.
د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړئ، چې د معبودانو خُدائ پاک دے. د هغۀ مينه ابدى ده.
تۀ هغوئ په دې پوهه کړه چې هغه هم تۀ يې د چا نوم چې مالِک خُدائ دے، او هم دا تۀ يواځې په ټوله زمکه د ټولو نه اوچت خُدائ تعالىٰ يې.
په يقين سره ستا دشمنان به مالِکه خُدايه تباه شى، او ټول بدکاران به تالا والا شى،
ځکه چې مالِک خُدائ لوئ خُدائ پاک دے، هغه د ټولو معبودانو نه زورَور او لوئ بادشاه دے.
ځکه چې مالِک خُدائ لوئ دے او د ثناء صِفت لائق دے، د ټولو معبودانو نه د هغۀ زياته يره په کار ده.
اوس ما ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے، ځکه چې هغۀ خپل خلق د مِصريانو نه بچ کړل کله چې مِصريانو دوئ ته سپک کتل.“
زمونږ مالِک خُدائ څومره لوئ دے. هغه پاس په عرش استوګنه کوى. هغه به يروشلم د اِنصاف او صداقت نه ډک کړى،
بلکې مالِک خُدائ رښتونے خُدائ پاک دے. هغه ژوندے خُدائ پاک او ابدى بادشاه دے. د هغۀ د قهر و غضب نه ټوله دُنيا لړزيږى، قومونه د هغۀ غضب ته ټينګېدے نۀ شى.
هغوئ ټول کم عقل او بېوقوفه دى، ځکه هغوئ چې د څۀ عبادت کوى هغه د لرګى نه جوړ شوى دى.
هلته يې مسيح د هر قسم حکومت او اختيار او قدرت او رياست او د هر يو نوم نه زيات اوچت کړو کوم چې به نۀ تش په دې دُنيا کښې بلکې په راتلونکې دُنيا کښې هم اوچت وى.