8 د صيون ښار دا اورى او خوشحاليږى او د يهوداه کلى خوشحاله دى، ځکه ستا د عدالت په وجه مالِکه خُدايه دوئ خوشحاله دى.
هغه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے، د هغۀ حُکمونه د ټولې دُنيا دپاره دى.
د صيون د غرۀ خلق دې خوشحالى وکړى، او د يهوداه ټول ښارونه دې خوشحالى وکړى دا ټول دې ستا د عدالت په وجه خوشحالى وکړى.
صيون ته لاړ شئ او ګېرچاپېره ترې نه وګرځئ، او برجونه يې وشمېرئ،
صادقان چې دا وګورى نو وبه يريږى، دوئ به هغۀ پورې خاندى او وبه وائى،
صادقان به خوشحاله شى کله چې دوئ انتقام وګورى، نو خپلې پښې به د شريرانو په وينو کښې ووينځى.
يقيناً چې مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى. او د هغې په ټولو کنډرو به ترس وکړى. د هغې صحرا به د باغِ عدن په شان ګلستان کړى، د هغې بنجره زمکه به د مالِک خُدائ د باغ په شان شى. هلته به خندا او خوشحالى وى، او د ثناء صِفت او د شکرانې حمدونه به وئيلے شى.
ګورئ، مالِک خُدائ ټولې دُنيا ته دا اعلان کوى، ”د صيون لور ته ووايئ چې ګورئ، ستاسو خلاصون راتلونکے دے. ګورئ، د هغۀ اجر د هغۀ سره دے، او د هغۀ انعام د هغۀ نه مخکښې مخکښې روان دے.“
ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.
د هغې د اَنجام په ليدو اے آسمانه خوشحالى وکړه، اے مقدسينو، رسولانو او نبيانو، په هغې خوشحالۍ وکړئ، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو د انتقام اخستو په وجه په هغې د عدالت فېصله وکړه.“