6 آسمانونه د هغۀ صداقت بيانوى، او ټول قومونه د هغۀ جلال وينى.
مالِک خُدائ ژوندے دے. زما د حِفاظت کوونکى ثناء صِفت دې وى. د هغه تکړه خُدائ پاک د لويئ اِعلان وکړئ چې هغۀ زۀ بچ کړم.
آسمانونه د خُدائ پاک جلال څومره ښۀ بيانوى، خلا يې د لاس کارنامې صفا بيانوى.
آسمانونه د هغۀ د صداقت اعلان کوى ځکه چې په خپله خُدائ قاضى فېصله کوى.
ټول قومونه دې ستا خوشحالى وکړى او د خوښې سندرې دې ووائى، ځکه چې تۀ د قومونو اِنصاف کوې او د دُنيا خلقو ته لارښودنه کوې،
زۀ به دا بيان کوم چې، ”ستا ابدى مينه به د تل دپاره پاتې وى، ستا وفادارى به د آسمان په شان قائمه وى.“
ټول آسمانونه به ستا په لويو معجزو مالِکه خُدايه ثناء ووائى، ستا د فرښتو جماعت به ستا وفادارى ستائى.
هغۀ خپله مينه او وفادارى چې د بنى اِسرائيلو سره يې کړې وه راپه ياد کړله، زمونږ د خُدائ پاک خلاصون ټولو د زمکې تر آخره پورې وليدو.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے زمکې او آسمانه، زۀ چې څۀ وايم نو هغه واورئ. ما چې د کومو بچو پالنه کړې ده او خيال مې ساتلے دے نو هغوئ زما خِلاف بغاوت کړے دے.
نو د مالِک خُدائ جلال به راڅرګند شى، او ټول بنى آدم به هغه په شريکه وګورى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.“
دا زۀ د دې دپاره کوم چې د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې هر چا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم او بل يو خُدائ هم نشته.
هغوئ يو بل ته نعرې وهلې، ”مقدس، مقدس. مالِک خُدائ ربُ الافواج مقدس دے. د هغۀ د جلال نه دُنيا ډکه ده.“
ما ته د هغوئ د خيالونو او عملونو پته ده. زۀ ټول قومونه او جدا جدا ژبو وئيلو والا راغونډوم. هغوئ به راشى او زما جلال به ووينى.
ځکه چې زمکه به د مالِک خُدائ د جلال د عِلم نه داسې ډکه شى لکه څنګه چې سمندر د اوبو نه ډک وى.
خو زما دې په خپل ذات او جلال قسم وى د کوم جلال نه چې ټوله زمکه ډکه ده،
نو داسې دُعا کوئ، اے په آسمان کښې زمونږ پلاره، ستا نوم دې پاک وى.
ځکه چې د هغۀ فېصلې رښتينې او په حقه دى او هغۀ د لوئې کنجرې د سزا فېصله وکړه چا چې په خپلې حرامکارۍ دا دُنيا ګډه وډه کړه او د هغې نه يې د خپلو خادِمانو د وينې بدل واخستو.“