4 د هغۀ برېښنا ټوله دُنيا رڼا کوى، زمکه چې دا ګورى نو په لړزان وى.
د ټول آسمان لاندې هغه دا پړق وهى، او د هغۀ رڼا د دُنيا ګوټونو ته رسيږى.
څوک چې په زمکه زلزله راولى، او د دې بنيادونه خوځوى،
کله چې هغه زمکې ته وګورى نو په لړزان شى، او چې غرونو له لاس وروړى نو په لوګى بدل شى.
د مالِک خُدائ په راتلو سره اے زمکې په لړزان شه، د يعقوب د پاک خُدائ په حضور کښې په لړزان شه،
ستا د تندر آوازونه په طوفان کښې واورېدے شول، ستا برېښنا ټوله دُنيا رڼا کړه، زمکه په لړزان او رپېدو شوه.
ستا لار د سمندر په مينځ کښې ده، او په خطرناکو اوبو کښې ستا لاره ده، کۀ څۀ هم چې د پښې نښه دې نۀ ښکارېده.
د مالِک خُدائ په خپل قدوسيت او شان شوکت کښې عبادت وکړئ، اے ټولې دُنيا د هغۀ د حضور په وړاندې ولړزېږه.
بلکې مالِک خُدائ رښتونے خُدائ پاک دے. هغه ژوندے خُدائ پاک او ابدى بادشاه دے. د هغۀ د قهر و غضب نه ټوله دُنيا لړزيږى، قومونه د هغۀ غضب ته ټينګېدے نۀ شى.
نو بيا په آسمان کښې د خُدائ پاک کور پرانستے شو او په هغه کور کښې د هغۀ د لوظ صندوق ښکاره شو، او بيا د برېښنا شُغلې، د تندر ګړزار، زلزله او د ږلۍ يو لوئ طوفان راغلو.
بيا ما آسمان پرانستے وليدو او هلته زما په وړاندې يو سپين آس وو او د هغۀ د سوارۀ نوم وفادار او رښتينے دے، ځکه چې هغه په عدالت کښې او په جنګ کښې په حقه دے.