Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 96:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 د مالِک خُدائ په خپل قدوسيت او شان شوکت کښې عبادت وکړئ، اے ټولې دُنيا د هغۀ د حضور په وړاندې ولړزېږه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 96:9
14 Iomraidhean Croise  

هلته چې هر څوک هم وو نو هغوئ په عبادت کښې شريک شُو او ثناء صِفت وکړو او نوره موسيقى تر هغه وخت پورې جارى وه چې ټولې نذرانې وسوزولے شوې.


بيا حزقياه بادشاه او ټول خلق ټيټ شول او د خُدائ پاک عبادت يې وکړو.


بادشاه د قوم مشرانو ليويانو ته وفرمائيل چې د مالِک خُدائ د ثناء صِفت هغه سندرې ووايئ کومې چې د داؤد او د آسف پېغمبر په ذريعه ليکلے شوې وې. نو هر يو د لوئې خوشحالۍ سره او سندرې ووئيلې هغوئ د خُدائ پاک په وړاندې په زنګنونو او ټيټ شول او د هغۀ عبادت يې وکړو.


عزرا وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ زمونږ د پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ بادشاه دې ته راضى کړے دے چې په دې طريقه باندې په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور درناوى وکړى.


کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.


د مالِک خُدائ په راتلو سره اے زمکې په لړزان شه، د يعقوب د پاک خُدائ په حضور کښې په لړزان شه،


د مالِک خُدائ د جلالى نوم ثناء صِفت وکړئ، د مالِک خُدائ عبادت د هغۀ د مقدس شان په مطابق وکړئ.


د مالِک خُدائ نه دې ټوله دُنيا يره وکړى، د زمکې هر کس دې د هغۀ احترام وکړى.


مالِک خُدائ خپل خُدائ ته منښتې ومنئ او هغه بيا ورکړئ، هغوئ ټول چې د هغۀ په خوا او شا کښې دى، او د چا نه چې يرېدل په کار دى هغۀ ته دې نذرونه ورکړى،


صرف ستا نه يرېدل په کار دى، کله چې تۀ په قهر يې څوک ستا په وړاندې ودرېدے شى؟


مالِک خُدائ بادشاه دے، د دُنيا قومونه دې په لړزان شى. هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے، نو زمکه دې په لړزېدو شى.


هغوئ په خپلو ښکلو زيوراتو باندې فخر کولو چې د هغوئ نه به يې خراب بُتان او مکروه تصويرونه جوړول. نو په دې وجه به زۀ دا څيزونه د هغوئ دپاره پليت او ناپاکه وګرځوم.


هغه به شاهى خېمې د سمندر او د ښائسته مقدس غرۀ په مينځ کښې ولګوى. بيا هم به د هغۀ خاتمه راشى، او هيڅ څوک به د هغۀ مدد نۀ کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan