7 اے د ټولو قومونو کورَنو، د مالِک خُدائ ثناء او صِفت وکړئ، د مالِک خُدائ لوئى او طاقت بيان کړئ.
ټوله دُنيا به مالِک خُدائ ياد کړى او هغۀ ته به راوګرځى، د دُنيا ټول قومونه او هر خاندان به هغۀ ته سجده وکړى.
او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه، خو مونږ د بدۍ نه بچ کړه.
”د خُدائ پاک حمد دې وى پاس په آسمان کښې، او په زمکه دې د هغه خلقو دپاره خير او سلامتى وى د چا نه چې هغه رضا دے.“
د هغۀ قدرت دې تل تر تله وى، آمين.
هغې په اوچت آواز چغې کړې چې، ”د خُدائ پاک نه يرېږئ او د هغۀ ثنا ووايئ ځکه چې د هغۀ د عدالت وخت راغلے دے. او د هغۀ عبادت وکړئ چا چې آسمان او زمکه، سمندر او د اوبو چينې پېدا کړى دى.“
د دې نه پس ما په آسمان کښې د ګڼو خلقو اوچت آوازونه واورېدل، هغوئ چغې وهلې چې، ”ثنا صِفت دې وى مالِک خُدائ ته، خلاصون، لوئى او طاقت زمونږ د خُدائ پاک دے.
بيا ما د ډېرو کسانو داسې آواز واورېدو لکه د سيند د اوبو غړمبار او يا لکه د تندر د ګړزار، او هغوئ چغې وهلې چې، ”ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ، مالِک زمونږ قادر مطلق خُدائ پاک بادشاه دے.
او بيا ما واورېدل چې ټول مخلوقات چې په آسمان کښې، په زمکه باندې، د زمکې د لاندې يا په سمندر کښې دى، هغوئ ټولو ثناء صِفت کولو چې، ”د هغه چا څوک چې په تخت ناست دے او ګډُورى ته برکت، عزت، شان او قُدرت دې تل تر تله وى.“
او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.
هغوئ وئيل چې، ”آمين. برکت، لوئى، حِکمت، شُکر ګزارى، عزت، قُدرت او زور دې تل تر تله زمونږ د خُدائ پاک وى، آمين.“